خبرونه WhatsApp Channel

خبرونه

243 subscribers

About خبرونه

د افغانستان، سیمې او نړی دقیق او مؤثق خبرونه..!

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

خبرونه
خبرونه
6/21/2025, 3:11:24 AM

*نبوي ملغلرې* رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې پر ما یو ځل درود ووايي، الله تعالی پرې لس ځله رحمت نازلوي؛ نو څوک چې غواړي شمېر ډېر کړي، ډېر دې وايي، او څوک چې غواړي کم یې کړي ، کم دې ووايي. (فضل الصلاة علی النبي علیه السلام ١٠٦)

🫀 1
خبرونه
خبرونه
6/21/2025, 3:11:23 AM

د نن نېټه

Post image
Image
خبرونه
خبرونه
6/15/2025, 3:11:50 AM

د تللیو توصيې! په دغه خپرونه کې د هغو استشهادي اتلانو او شهیدانو لنډ ویډیويي کلیپونه خپروو، چې د خپل شهادت څخه وړاندې یې مسلمه امت، مشرتابه، مجاهدینو، او راتلونکو نسلونو ته د جهاد فلسفه، د ثبات او وفادارۍ سپارښتنې کړې دي. د تللیو توصيې! هره سه شنبه د الأبطال خپرندویه ادارې له رسمي ټولنیزو پاڼو څخه کتلی شئ. ډېر ژر إن شاء الله https://www.facebook.com/share/v/1BR3JVoLUq/

خبرونه
خبرونه
6/15/2025, 3:50:31 AM

https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

خبرونه
خبرونه
6/14/2025, 11:42:16 PM

پر اسرائیلو د ایران توغندیز بریدونه؛ اشغال شوي حیفا کې اورلګېدنه رامنځته شوې د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، له ایران څخه توغول شوي توغندي په اسرائیلو کې (اشغال شوي فلسطین) کې پر ځینو مهمو اهدافو لګېدلي. د ایران ایسنا خبري اژانس لیکلي چې د توغول شویو ایراني توغندیو له ډلې یې ځیني په اشغال شوي حیفا کې د تېلو پر یو چاڼ‌ځای پرېوتي چې له امله یې چاودنه او اورلګېدنه رامنځته شوې. پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران په تازه بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو اټکل کېږي چې لسګونه صهیونیستان به وژل شوي او ټپیان شوي وي. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Post image
Image
خبرونه
خبرونه
6/15/2025, 3:15:01 AM

‏د نن یکشنبې ورځې نېټه ‎#خبرونه

Post image
Image
خبرونه
خبرونه
6/15/2025, 3:49:56 AM

دفتر نه د استراحت ځای دی، نه د ناستې، بلکه د خلکو د ستونزو د حل مرکز دی.

❤️ 2
خبرونه
خبرونه
6/14/2025, 11:35:11 PM

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د ایراني ځواکونو له خوا به په څو شېبو کې د صهیونیستي اسرائیلو تازه بریدونو ته په غبرګون کې پر دغه رژیم خورا سخت او ويجاړوونکي بریدونه پیل شي. د یادونې ده چې څو شېبې وړاندې اسرئیلي رژیم پر ایران د بریدونو نوی پړاو پیل کړ او دا مهال د ایران په ګڼ شمېر ښارونو کې د هوایي دفاع سېستمونه د اسرائیلي بریدونو پر دفاع بوخت دي. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Post image
Image
خبرونه
خبرونه
6/15/2025, 4:02:01 AM

د تورخم د کډوالو د لېږد آمر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، چې پرون ناوخته د پاکستان له بندخونو ١٢٥ افغان بندیان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي؛ خوشې او تورخم ښارګوټي کې مسئولینو ته سپارل شوي دي.

Post image
❤️ 1
Image
خبرونه
خبرونه
6/15/2025, 4:00:56 AM

پر اسرائیلو د ایران د تېري شپې په ځوابي بریدونو کې د اشغالګر رژیم د تل ابیب په بت یام او رهووت ښارونو کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي. د اسرائیلو پوځ راډیو همداراز خبر ورکړی، چې د تل ابیب سویل کې د ایران په راکټي بریدونو کې ۳۵ تنه لادرکه شوي دي. اشغالګر اسرائیلو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ایران په بېلابېلو سیمو هوایي او راکټي بریدونه وکړل، چې د اسرائیلو تر دې بریدونو څو ساعته وروسته ایران هم په ځوابي برید لاس پورې کړ او اسرائیلو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. په ورته مهال یمن انصارالله اعلان کړی، چې د ایران په ملاتړ به د اسرائیلو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو په رسنیو د محدودیتونو وضع کولو سربېره له خپلو خلکو غوښتي، چې د ور اوښتو زیانو په اړه دې هیڅ هم نه خپروي. #خبرونه https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Post image
👍 1
Image
Link copied to clipboard!