خبرونه
خبرونه
June 16, 2025 at 08:02 AM
رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې ایران له اسرائيلو سره د اوربند په اړه د قطر او عمان وړانديز رد کړ. سرچينه وايي، ايران دواړو هېوادونو ته ویلي چې تر هغو پورې د اوربند د خبرو لپاره چمتو نه دی، تر څو چې یې د اسرائیلو د بریدونو ځواب نه وي بشپړ کړی. ایران دغه راز د قطر او عمان منځګړو ته ویلي، چې دوی به یوازې هغه وخت جدي خبرې پیل کړي، چې کله د اسرائيل د مخکنيو بریدونو ځواب په بشپړه توګه ورکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ایران او اسرائيل په يوه بل تازه بریدونه کړي او د پراخې جګړې وېره یې زیاته کړې ده. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J
Image from خبرونه: رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې ایران له اسرائيل...

Comments