Qiyadat-قيادت WhatsApp Channel

Qiyadat-قيادت

163 subscribers

About Qiyadat-قيادت

په دغه چينل کې اسلامي، سیاسي او فکري موضوعات خپرېږي او د مسلمانانو ويښتابه خپل رسالت ګڼي.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
6/21/2025, 5:57:55 AM

د ډوډۍ او ننګ ناسته! څومره ترخه خبره ده، چې واورو: د پاکستان يو لوړپوړی جنرال، د اسلامي امت د دفاع په صف کې د درېدو پر ځای، سپينې ماڼۍ ته ننوځي او د اسلام د اول نمبر دښمن، ډونالډ ټرمپ، سره د غرمنۍ ډوډۍ پر مېز کښېني. ايا د يو مسلمان جنرال ځای د ټرمپ تر څنګ دی؟ ايا د غزې، کشمير، يمن او افغانستان تويې شوې وينې دومره بې‌ارزښته شوې، چې د يوې ګولې ډوډۍ د ژمنې په خاطر تر پښو لاندې شي؟ هغه ټولې دعوې چې د اسلامي غيرت او د امت د دفاع لپاره وې، څه شوې؟ ايا دا د هغو غټو نظامي بوديجو پايله ده؟ پر ځای د دې چې ستاسو تورې د امت د مظلومانو لپاره چليدلې وای، هماغه لاسونو ته مو کښته کړي، چې د مسلمانانو په وينو سره دي. هغه جنرالان چې بايد د اسلامي مقدساتو د دفاع په لومړي صف کې وای، نن د هغو کسانو تر څنګ له خندا او درناوي سره ناست دي، چې د اسلام پر ضد بنديزونه، بريدونه او نيابتي جګړې طرحه کوي. سوال دا دی: اسلامي امت له تاسو نه ځواک غواړي، نه بندګي! غزه له تاسو وسلې غواړي، نه پر دښمن سلام! کشمير له تاسو مېړانه غواړي، نه د ننګ ډوډۍ! نن تاريخ وليکل: د پاکستان جنرال، د مقاومت د خندقونو پر ځای، د دښمن مېلمستيا ته ولاړ، او له وياړ سره يې د غلامۍ سر ټيټ کړ. ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Post image
😢 ❤️ 👍 5
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
6/17/2025, 4:19:15 AM

*د اسلامي امت سياسي تجزيه؛ د پرديو د واکمنۍ زمينه* که اسلامي امت نن ورځ سياسي او جغرافيايي يووالی درلودای، هېڅ ځواک به د دې جرئت نه درلود چې د امت پر خاورې او عزت تېری وکړي. خو تريخ حقيقت دا دی چې مسلمانان يو له بله بېل شوي؛ هر يو يوازې د خپلو ګټو په لټه کې دی، او د د خپلو وروڼو پر ځای د پرونيو دښمنانو ترڅنګ ولاړ دي او ملاتړ يې کوي. له دښمنانو سره متحد او همغږي دي، خو اسلامي امت پاشلی او بې هدفه پاتې شوی دی. دا تفرقه زموږ د کمزورۍ سرچینه ده؛ او تر هغه به عزت او ځواک بېرته رانشي، څو چې موږ يو امت ونه ‌ګرځو. ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Post image
❤️ 1
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
6/15/2025, 3:19:04 AM

*نړيوال نظام په بحران کې؛* *د امت د یووالي او د اسلامي مشرتابه د بیا را ژوندي کولو فرصت* د روسیې او اوکراین جګړه، د اروپا او امریکا ژور اختلافات، د منځني ختیځ کړکېچونه، د چین پرمختګ او تر ټولو مهم د امریکا کورنۍ ستونزې دا ټول ښکاره نښې دي چې د اوسني نړيوال نظام پر ارزښتونو د خلکو بې ‌باوري ورځ تر بلې ډېرېږي. ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Post image
👍 3
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
5/19/2025, 4:08:59 AM

د بيدارۍ غږ ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

❤️ 👍 😢 6
Video
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
5/27/2025, 4:06:28 AM

ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Post image
😢 👍 4
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
5/29/2025, 4:07:37 AM

ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Post image
😢 👍 5
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
6/2/2025, 3:50:54 AM

دا د غزې د خوراک د وېش قطار دی، خو دا یوازې د لوږو خېټو د مړولو لپاره یو قطار نه دی؛ بلکې دا قطار هغه د سپکاوي مهر دی چې لوېدیځ یې د دوه میلیاردو مسلمانانو پر تندي لګوي. قطارونه داسې جوړ شوي، لکه قفسونه چې د رمو د ساتلو لپاره وي، نه د انسانانو لپاره. دا دی د هغه امت د اولادونو حال، چې پخوا یې خیر ټوله بشريت ته رسېده؛ هغه امت چې د «خیر امت» صفت يې درلود، چې حتی مهاجر مرغان به هم چې د اسلامي سیمو له فضا تېرېدل، وږي نه پاتې کېدل. خو نن، د همدې امت ناموس، اولادونه او سپين ږيري، لکه رمې، د خوراک د وېش په قطارونو کې ولاړ دي. نو څه شی ورک شوي، چې اسلامي امت یې دومره ذلت ته راکش کړی؟ کېدای شي ځینې یې ونه پېژنئ، خو موږ یې درته یوازې په یوه کلمه کې وایو: خلافت! ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Post image
❤️ 😢 3
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
5/18/2025, 4:52:56 AM

ټيليګرام:👇👇👇 https://t.me/Qiyadat ايکس پاڼه:👇👇👇 https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09 وټسپ:👇👇👇 https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

Post image
👍 3
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
6/8/2025, 7:58:02 AM
Post image
👍 1
Image
Qiyadat-قيادت
Qiyadat-قيادت
6/8/2025, 7:58:04 AM

عيد الأضحی (د قربانۍ اختر) موږ ته څه رایادوي؟ عيد الأضحی (د قربانۍ اختر) هر کال اسلامي امت ته د خوښيو او خوشحاليو پر راوړلو سربېره، د غوره او ستايل شوي ابراهيمي سنت ياد را تازه کوي. د قربانۍ اختر موږ ته ابراهیم علیه السلام را یادوي، ځکه د هغه شخصيت او سيرت د مؤمنانو لپاره تر ټولو غوره بېلګه ده. «قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ» ﴿الممتحنه:۴﴾ قطعاً تاسو ته ابراهيم علیه السلام او هغه کسان چي له هغه سره ملګري وو، (د پیروۍ لپاره) غوره نمونه دي. د ابراهيم عليه السلام ياد مو، د هغه د ملت په اړه فکر ته بيايي، چي څه ډول د هغه پر ملت، دين او طریقه باندې په منګولو ټينګولو سره له نورو ملتونو، ارزښتونو او نظامونو څخه ځانونه آزاد کړو. هو؛ د ابراهيم ملت د ژوند هغه ډول دی؛ چي يوازې له اسلام سره معنی مومي. د ابراهيم عليه السلام د ملت پیروي دا ده، چي یوازې الله متعال، د هغه شریعت او قوانين په ولايت سره ونيسو او له کفر، نړيوالو کفري مفکورو، بنسټونو، سازمانونو او دولتونو څخه بیزاري او برائت اعلان کړو او د معاصر نمرودي بت (نړيوال سېکولرېزم) پر ککرۍ د حق د تبر داسې ځواکمن ګوزار وکړو، چي بشري حقونه، د ښځو حقونه، نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه، دولت-ملت، ملي پولې، ملي‌ګټې او نور اندامونه يې دړې وړې او له منځه لاړ شي. هو؛ ابراهيم علیه السلام داسې خصوصیات لرل چي الله سبحانه وتعالی د هغه ملت او صفات موږ ته د بېلګې او امت په توګه وړاندې کړل. «إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا» ﴿النحل:۱۲۰﴾ له شک پرته ابراهیم (د ټولو فضایلو جامع) امت یا پېشوا او د (الهي فرمان) مطیع او حقپال (له باطل او بديو څخه ګوښه کيدونکی) و. هغه د الله سبحانه وتعالی په لار کي تر ټولو غوره قرباني ورکوونکی و او د حق د حاکميت په لاره کي یې يوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل درلود. کله به چي د الله سبحانه وتعالی حکم ورته راغی، نو په زړه کي له هېڅ حرج او تشویش پرته يې د هغه امر ته لبيک وايه او عملي کاوه يې. تر ټولو سختو آزموینو ته يې چمتوالی ښود او خپل عزیز او د زړه ټوټه يې د قربانۍ تر تېغ لاندې پرې ايسته. هغه موږ ته راوښوده چي آن د سالم فطرت په واسطه هم کولای شو نمرودي نظامونه وپېژنو او د هغو بتان و نړوو. په دې شرط چي د اوسنيو نمروديانو له اور څخه ونه وېرېږو او الله سبحانه وتعالی پر هر څه غالب وګڼو. هو؛ که د الله سبحانه وتعالی پر حکم، قضاوت، سليم عقل او سالم فطرت باندې منګولې ټینګې کړو، نو کولی شو په ډېرې اسانۍ د اوسني نړيوال نظم غير انساني‌والی درک کړو. معاصر بتان؛ ارزښتونه، بنسټونه، سازمانونه او مفکورې یې وپېژنو او پر الله سبحانه وتعالی باندې په بشپړ توکل او د هغه پر نصرت باندې د باور له لارې ټول هغه افکار، احساسات او تشویشونه، چي د الله سبحانه وتعالی د دین د اظهار پر وړاندې خنډ کيږي، له ځانه ليرې کړو. خو دا هله شونې ده چي د ابراهيم عليه السلام په څېر د «حنیف» صفت خپل کړو، د حق پر لار روان شو، په دغه لار کي د پرتو ستونزو او کړاوونو پر وړاندې زغم او استقامت ولرو او يوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل وکړو. قُلْ صَدَقَ اللَّهُ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿آل‌عمران: ٩٥﴾ ووايه؛ الله سبحانه وتعالی رښتيا ويلي، نو د ابراهيم عليه السلام د ملت (دين او طریقې «اسلام») څخه پیروي وکړئ، ځکه هغه حق ته تمايل درلود او له مشرکانو څخه نه و.

❤️ 👍 4
Link copied to clipboard!