
Qiyadat-قيادت
June 21, 2025 at 05:57 AM
د ډوډۍ او ننګ ناسته!
څومره ترخه خبره ده، چې واورو: د پاکستان يو لوړپوړی جنرال، د اسلامي امت د دفاع په صف کې د درېدو پر ځای، سپينې ماڼۍ ته ننوځي او د اسلام د اول نمبر دښمن، ډونالډ ټرمپ، سره د غرمنۍ ډوډۍ پر مېز کښېني.
ايا د يو مسلمان جنرال ځای د ټرمپ تر څنګ دی؟
ايا د غزې، کشمير، يمن او افغانستان تويې شوې وينې دومره بېارزښته شوې، چې د يوې ګولې ډوډۍ د ژمنې په خاطر تر پښو لاندې شي؟
هغه ټولې دعوې چې د اسلامي غيرت او د امت د دفاع لپاره وې، څه شوې؟ ايا دا د هغو غټو نظامي بوديجو پايله ده؟
پر ځای د دې چې ستاسو تورې د امت د مظلومانو لپاره چليدلې وای، هماغه لاسونو ته مو کښته کړي، چې د مسلمانانو په وينو سره دي.
هغه جنرالان چې بايد د اسلامي مقدساتو د دفاع په لومړي صف کې وای، نن د هغو کسانو تر څنګ له خندا او درناوي سره ناست دي، چې د اسلام پر ضد بنديزونه، بريدونه او نيابتي جګړې طرحه کوي.
سوال دا دی:
اسلامي امت له تاسو نه ځواک غواړي، نه بندګي!
غزه له تاسو وسلې غواړي، نه پر دښمن سلام!
کشمير له تاسو مېړانه غواړي، نه د ننګ ډوډۍ!
نن تاريخ وليکل: د پاکستان جنرال، د مقاومت د خندقونو پر ځای، د دښمن مېلمستيا ته ولاړ، او له وياړ سره يې د غلامۍ سر ټيټ کړ.
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
ايکس پاڼه:👇👇👇
https://x.com/qiyadatx24?t=WpQbaPI-fmoVasYg8GlOwQ&s=09
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

😢
❤️
👍
5