فکري سمون WhatsApp Channel

فکري سمون

359 subscribers

About فکري سمون

د *فکري سمون* رسنیز ادرسونه : واټساپ ګروپ اول : https://chat.whatsapp.com/GBLY46EMI7T63idoZg9u9V 2 : واټساپ ګروپ دوهم : https://chat.whatsapp.com/I17cCKTwqXp1YlpqsLgJvb 3 : واټساپ ګروپ دریم : https://chat.whatsapp.com/IzLyKks5dLE4DS89qvmSkP 4 : واټساپ چینل : https://whatsapp.com/channel/0029Vapw5kIBFLgVr9pPPH0d 5 : ټویټر اکونټ : https://x.com/soft_war100?t=ouEKH8-NvF9L5sZvC0qdSQ&s=09 6 : تلګرام چینل : https://t.me/intellectualwar_of_Jewishplan 7 : فيسبوک پاڼه : https://www.facebook.com/profile.php?id=100044213411759&mibextid=ZbWKwL

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

فکري سمون
فکري سمون
6/20/2025, 12:55:59 AM

*سبحان الله* ‏«ما تر رسول الله صلی الله علیه وسلم حَسِین أو ښائسته ذات ندی لیدلی، لکه په مخ کي چې یې لمر روان وي» أبو هریرة رض. الترمذي. امام طیبي رح ددې تشبیه په تفسیر کي وایي: لکه څنګه چې شمس په خپل فلک کي جریان لري، همداسي حسن أو جمال د رسول الله په څهره کي جریان درلود، چې پر هر ځای به سترګې ولګېدي هغه به حسین او ښائسته ښکارېده. رب ج مو دې سترګې دده په لیدو یخي کړي. ‎#لیلة_الجمعة ‎#الصلاة_علی_الحبیب ‎#صلی_الله_علیه_وسلم

Post image
❤️ 🌹 🫀 6
Image
فکري سمون
فکري سمون
6/19/2025, 6:25:57 AM

*ابن الجوزي رحمه‌الله وایي:* *« هغوی (صالحین) به له تقوا سره ژړل، او ته له ګناهونو سره خاندې! »* 📚 *الخواتيم، ص ۲۴* یعنې: پخوا نیک خلک، سره له دې چې نیک وو، له الله وېرېدل او ژړل یې. خو اوس ډېر خلک، سره له دې چې په ګناهونو کې غرق دي، خوشحال او بې پروا دي. دا د زړونو د سختوالي نښه ده. الله دې مونږ ته ویښ زړونه راکړي.

😢 ❤️ 🌹 😭 9
فکري سمون
فکري سمون
6/18/2025, 1:47:34 AM

*لۀ عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي کريم اللهﷺ وفرمايل: لۀ مشرکینو سره مخالفت کوئ؛ ږیرې پرېږدئ او برېتونه کم کړئ.* (رواه البخاري 5892)

❤️ 🌸 👍 💝 8
فکري سمون
فکري سمون
5/18/2025, 12:28:30 AM

حسن بصري رحمه الله فرمايي: *(( کله چې الله تعالی له کوم بنده څخه خفه شي؛ نو د ده له علامو څخه یو دا ده چې بې ګټې کارونو کې يې بوخت کړي او دا د الله تعالی له خوا یو شرمنده گي ده. ))* الوقت أنفاس لا تعود، ص : ١٣

❤️ 11
فکري سمون
فکري سمون
5/18/2025, 10:00:37 AM

*تر ټولو ښه رزق هغه دئ، چي فقط کفایت کوي.* تبصره: زه چې د ژوند تجربو ته ګورم، دا راته ثابته شوې چې تر ټولو غوره رزق هغه دی چې اړتیاوې پوره کړي او انسان نور څه ته اړ نه وي. کله چې روزي کفایت وکړي، زړه ته سکون پیدا کېږي، حرص ختمېږي، او انسان د الله شکر ادا کوي. ډېر مال که برکت ونه لري، نه خو خوشحالي راولي او نه ارامتیا. خو هغه لږ څه چې برکت پکې وي، هم انسان ته بس وي او هم د الله رضا پکې وي.

❤️ 🌸 7
فکري سمون
فکري سمون
5/18/2025, 3:57:54 PM

*بنده چې څومره دالله له یاد څخه غافل وي هغومره د الله څخه لېرې وي.* [الوابل الصیب (62)]

❤️ 😢 8
فکري سمون
فکري سمون
5/19/2025, 12:01:07 PM

ابن القیم رحمه الله فرمایلي: فساد او ګناهونه د غم، خفګان، وېرې، پرېشانۍ، زړۀ تنګون او د زړګي د ناروغي سبب ګرځي او بغیر لۀ *توبې* او *استغفار* څخه بله هېڅ دوا نۀ لري. [ زاد المعاد ]

❤️ 🤲 🫀 7
فکري سمون
فکري سمون
5/17/2025, 3:52:19 AM

‏فلسطينی داعي محمود الحسنات ليکي: د تعجب وړ نه ده، چې ټرمپ دې له عربو سره د لیدنې پر مهال له ځان سره په خندا ويلي وي: "آیا دا هغه اسلام دی چې يو وخت یې ځمکه ولړزوله؟ ایا دا هماغه د خالد او مثنّى وارثان دي؟ چېرې دي تورې؟ چېرې ده غیرت؟ چېرته دی کرامت؟ د دوی وروڼه زموږ په بمونو وژل کېږي او دوی مو په ډول او رقص هرکلی کوي! ایا دا معقوله ده چې زما لپاره دې سرې قالينې هوارې شي، په داسې حال کې چې زما لاسونه د دوی په وینو لړلي دي؟ د دوی په څېرو کې د سيادت د هیبت پر ځای د تابعیت تنده ښکاري. دوی هغو غلامانو ته ورته دي، چې خپل بادار ته ځانونه ښایسته کوي او ورباندې ویاړي هم! نو ذلت يې مبارک شه، ځکه اوس دوی ته دا د شرم پر ځای افتخار دی! ژباړه: طالب العلم زابلي

Post image
❤️ 😢 👍 9
Image
فکري سمون
فکري سمون
5/15/2025, 3:30:33 PM

*صَلَی اللهُ عَلَیه و آلِه و سَلَّم* 🌹

Post image
❤️ 6
Image
فکري سمون
فکري سمون
5/20/2025, 7:25:11 AM

*د مرید لپاره د ترقۍ لس خبرې* لینڪ درسره نشر ڪړئ👇👇‼ https://chat.whatsapp.com/GBLY46EMI7T63idoZg9u9V

❤️ 🌹 5
Video
Link copied to clipboard!