فکري سمون
فکري سمون
May 17, 2025 at 03:52 AM
‏فلسطينی داعي محمود الحسنات ليکي: د تعجب وړ نه ده، چې ټرمپ دې له عربو سره د لیدنې پر مهال له ځان سره په خندا ويلي وي: "آیا دا هغه اسلام دی چې يو وخت یې ځمکه ولړزوله؟ ایا دا هماغه د خالد او مثنّى وارثان دي؟ چېرې دي تورې؟ چېرې ده غیرت؟ چېرته دی کرامت؟ د دوی وروڼه زموږ په بمونو وژل کېږي او دوی مو په ډول او رقص هرکلی کوي! ایا دا معقوله ده چې زما لپاره دې سرې قالينې هوارې شي، په داسې حال کې چې زما لاسونه د دوی په وینو لړلي دي؟ د دوی په څېرو کې د سيادت د هیبت پر ځای د تابعیت تنده ښکاري. دوی هغو غلامانو ته ورته دي، چې خپل بادار ته ځانونه ښایسته کوي او ورباندې ویاړي هم! نو ذلت يې مبارک شه، ځکه اوس دوی ته دا د شرم پر ځای افتخار دی! ژباړه: طالب العلم زابلي
Image from فکري سمون: ‏فلسطينی داعي محمود الحسنات ليکي:  د تعجب وړ نه ده، چې ټرمپ دې له عربو...
❤️ 😢 👍 9

Comments