ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 9, 2025 at 11:53 AM
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا دوشنبه د فبرورۍ لسمه په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د ځانګړې غونډه کوي. په دې اړه د امنیت شورا په اعلامیه چې پرون خپره کړې ویلي په دې ځانګړې غونډه کې به د افغانستان په ګډون په سیمه کې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي. په اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور وړاندې او بحثونه به پرې وشي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې چې د تېرې جنورۍ میاشتې په ۳۱ مه خپور شو، راغلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان دننه او ورهاخوا سیمو کې لوی ترهګریز ګواښ دی. بشپړه راپور دلته: https://smarturl.click/dpDG6
👍 😂 ❤️ 😮 😢 🙏 200

Comments