
ازادي راډیو Azadi Radio
252.4K subscribers
Verified ChannelAbout ازادي راډیو Azadi Radio
د ازادي راډیو خبرونه، راپورونه او خپرونې د وټس اپ په دې چینل کې تعقیبولی شئ.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په تېرو څلورو کلونو کې لکونه افغانانو د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله خپل هېواد پرېښی دی. یو شمېر دغو افغانانو چې ایران او پاکستان ته یې پناه وړې چې ستونزو تل شکایت کوي. هما د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخوانۍ سرتېرې ده. دې د امنیتي ګواښونو له امله له څلورو کلونو راهیسې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره پاکستان ته پناه وړې ده. هما چې اوس مهال په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده او له ناخوالو ډک ژوند لري، وايي د امنیتي ستونزو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو هېڅ لاره نه لري: "د ځان له یوې جوړې جامو، چادري او څپلکو کې پیاده راوتښتېدو، دلته مو ماشومان له زده کړو پاتې دي، څو ځلې د پولیسو لخوا ګواښل شوي یو، ماښام، نیمه شپه او هر وخت یې چې غوښتي راغلي، دا نه وایي چې دا ښځې دي، ماشومان دي، وېرېږي، ما ته یې څو ځلې ویلي چې تا ډیپورت کوو، که ما ډیپورت کړي، کار مې ختم دی، ما به څوک ژوندۍ پرېږدي." https://smarturl.click/GgGDm

د کرنې د پوهنتون پخوانی استاد ، انجنیر مسعود شاه احمدي خپرونه کې میلمه دی .

د برتانیا حکومت اعلان وکړ چې ریچارډ سټیفن لینزي یې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی. نوموړی له ۲۰۲۲ کال راهیسې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې د مرستیال رییس په توګه دنده ترسره کول.


د پاکستان حکومت وايي چې پریکړه یې کړې چې افغان موټر چلوونکو ته داسې کلنۍ ویزې ورکړي چې بیا بیا پرې پاکستان ته سفر کولی شي. https://smarturl.click/qBbnO

ایران په خپل تازه توغندیز برید کې د بیر سبع او د اسراییل په جنوب کې شاوخوا سیمې په نښه کړې. د اسراییلي رسنیو په وینا، یو توغندی په بیر سبع کې لګېدلی او زیانونه یې اړولي، خو تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. خپاره شوي تصویرونه ښیي چې د ایران یو توغندی د اپارتمانونو بهر لګېدلی او څو موټرونه یې سوځولي دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه هم د یوه هستوګنیز کمپلېکس بهر ښیي.

د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د جون پر ۲۰مه په یو ډرون برید کې یو ماشوم وژل شوی او پینځه نور ژوبل دي. https://smarturl.click/9oekz

پر ایران د اسراییلو په تازه بریدونو کې یو بل لوړپوړی قومندان وژل شوی. د اسراییلو پوځ ویلي چې د قدس ځواکونو د فلسطین څانګې مشر او د ابوجهاد د بهرنیو عملیاتو قومندان محمد سعید ایزدي یې په قم ښار کې په یوه برید کې وژلی دی. په قم کې یو بل کس هم وژل شوی چې ایراني رسنیو یو شپاړس کلن ځوان احسان قاسمي بللی. نن اسراییلو پر اصفهان کې هسته يي سایټونه دوه واره هدف ګرځولي. د ایران او اسراییلو د بریدونو نهمه ورځ ده. دواړه خواوو پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی او ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده. اسراییلو لسګونه ایراني لوړپوړي قومندانان او جنرالان وژلي چې پرون یې هم د ایران د سپاه د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو قومندان امین پورجودکي په اهواز کې وژلی دی.


🔸 تاسو سږ کال څه کرلي او فصل مو څنګه دی؟ 🔸 د "ژوند رنګونه" په نننۍ خپرونه کې چې دکابل په وخت ماښام اوه بجې پیلیږي ، خپل کارپوه میلمه سره د زراعت او مالدارۍ د ستونزو په حل خبرې کوو. 🔸 ملګروملتونو څو ورځې مخکې وویل دافغانستان کرنیز حاصلات د وچکالۍ او دخاورې د تخریب له امله نسبت پخوا ته په سلوکې ۵۰ کم شوي دي. 🔸 تاسو کولئ شئ د خپرونې په جریان کې په لاندې واتساپ شمیرې تماس ونیسئ او خپل نظر او پوښتنې مطرح کړئ یا صوتي پیغامونه او پوښتنې راولیږئ مونږ یې خپرونه کې خپروو. ۰۰۴۲۰۷۲۳۰۰۸۱۱۱

په ایران کې رشت ته نږدې صنعتي ښارګوټي کې سختې چاودنې د ایران رسنیو د جمعې په سهار راپور ورکړ چې د رشت په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي. څو ساعته وروسته د ګیلان ولایت سیاسي مرستیال اعلان وکړ چې اسرائیل د سپیدرود صنعتي ښارګوټی په نښه کړی دی. تر دې مخکې د اسرائیل پوځ ویلي وو چې غواړي د دې ښارګوټي په جنوب لوېدیځ کې برید وکړي او له خلکو یې غوښتي وو چې دا سیمه پرېږدي. د وحیدآنلاین اکونټ یوه ویډیو خپره کړې چې په رشت ښار کې لویې چاودنې ښيي. فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې سیمه کې د هوايي دفاع سیسټم فعال شوی و. له دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې د ایران په ځینو نورو شمالي ښارونو کې د هوايي دفاع ډزې اورېدل شوې وې.