ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 10, 2025 at 07:42 AM
🔶د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ يو ځل بيا د غزې تړانګې د اخيستلو او مالکيت پر ژمنه ټینګار کړی دی. 🔶هغه ويلي چې ډېر ژر به د عربو له مشرانو سره وګوري او تمه لري چې هغوی د فلسطينيانو د منلو سره موافقه وکړي. 🔶د يکشنبې په ماښام (د فیبرورۍ ۹مه) ډونالد ترمپ ايرفورس ون د الوتنې پر مهال خبريالانو ته ويلي، دوی د غزې تړانګې اخيستلو او مالکيت ته ژمن دي او کېدای شي دا د منځني ختيځ نورو هېوادونو ته وسپاري چې د هغې ځينې برخې ورغوي. 🔶د امريکا د ولسمشر دغه وړانديز له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی، په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو له لوري. 🔶مصر اعلان کړی چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ترمپ د طرحې په غبرګون کې به د عربي هېوادونو د مشرانو يوه بيړنۍ غونډه جوړه شي. 🔶دغه هېواد د يکشنبې (د فیبرورۍ ۹مه) په اعلاميه کې ويلي چې د فیبرورۍ په ۲۷مه به د يادې ناستې کوربه وي. 🔶مصر زياته کړې چې په دې ناسته کې به د "نويو او خطرناکو بدلونونو" په اړه بحث وشي چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ترمپ د وړانديز پر بنسټ، فلسطينيان به د غزې تړانګې څخه بل ځای د مېشتېدنې لپاره انتقالېږي.
😢 😂 👍 ❤️ 😮 🙏 284

Comments