ازادي راډیو Azadi Radio
February 10, 2025 at 08:19 AM
🔶د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن یوه ځانګړې غونډه کوي ترڅو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې، چې د داعش په نوم هم پیژندل کیږي، د ګواښونو بیاکتنه وکړي.
🔶که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د داعش د خراسان څانګې په ګډون یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي خو ځینې امنیتي کارپوهان وايي، چې د دې ډلې ګواښ لاهم شتون لري او نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او د نړۍ هیوادونه ګواښي.
🔶د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د فبروري په ۸مه، د شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ځانګړې غونډه به په افغانستان او سیمه کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې، چې د داعش په نوم هم پیژندل کیږي، لخوا رامینځته شوي ګواښونه وڅیړي.
🔶تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور به هم په دې غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه وړاندې شي.
🔶په دې راپور کې چې د جنوري په ۳۱مه خپور شو، ټینګار شوی چې د داعش ډله دننه په افغانستان کې او له هغه هاخوا یو لوی ترهګریز ګواښ پاتې دی.
👍
😂
❤️
😮
🙏
😢
157