ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 10, 2025 at 09:07 AM
🔶د افغانستان څو لویې لارې د شدیدو واورو له امله تړل شوي دي. 🔶د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تایید کړې چې د یکشنبې له ماښامه د سالنګونو لویه لار د ټرافیک په مخ تړلې ده. 🔶هغه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دید د ساحې دمحدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په هدف دا لار د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې. 🔶هغه ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د طوفان د کمېدو سره سم؛ لاره پاکه او د ټرافیکو پر مخ پرانیزي. 🔶اخوا د راپورونو له مخې د دایکندي او بامیانو لویه لار په قوناق کوتل سیمه کې د درنې واورې په سبب تړل شوې ده. 🔶د هوا پيژندنې ادارې د اټکل په اساس د افغانستان په څه باندې ۲۵ ولایتونو کې درنې واورې کېږي چې ورسره د لارو د تړل کېدو خطرونه هم رامنځته شوي. https://smarturl.click/ny2gV
👍 ❤️ 😢 😮 🙏 😂 196

Comments