
ازادي راډیو Azadi Radio
February 10, 2025 at 12:21 PM
🔶د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې د خاص ارزګان ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د پریکړې سره سم، دوه کسان د قتل او لواطت او یو بل له واده بهر اړیکو په تور په دې ولایت کې په دُرو وهل شوي.
🔶په بیان کې وړاندې راغلي چې له پاس کسانو یو تن په یو کال بند او ۳۹ درو، بل نفر په یو کال او شپږ میاشتې بند او ۳۰ درو، او دریم کس هم په شپږو میاشتو بند او ۳۹ درو محکوم شوی.
🔶د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې هم دوه سړي د زنا په تور هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي.
🔶د بیان له مخې، دوه کسان هم په درې کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوي.
🔶په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، دوی سلګونه کسان په مختلفو تورونو په درو وهلي دي.
🔶د طالبانو حکومت د بشري حقونو سازمانونو له خوا د جسمي سزاګانو د بندولو لپاره له پرله پسې غوښتنو سربېره خلکو ته سزاوې ورکوي.
https://smarturl.click/3kEDk
❤️
👍
😂
😢
🙏
😮
558