
ازادي راډیو Azadi Radio
February 10, 2025 at 02:33 PM
https://pa.azadiradio.com/a/33309785.html
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سعودي عربستان په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، په یوه بیان کې وویل چې دوی دا "ناممکن، د منل شویو حقایقو سره په ښکاره تضاد کې، او د سعودي عربستان د حاکمیت سرغړونه ګڼي."
په دوام کې دا هم راغلي چې "فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده، او تر هغه چې اشغال دوام ومومي او د فلسطیني خلکو حقونه تر پښو لاندې شي، غزه او سیمه به بې ثباته پاتې شي، او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه نه دی."
د اسراییلو صدراعظم، د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل چې ریاض کولی شي د سعودي عربستان دننه یو فلسطیني دولت جوړ کړي.
نتانیاهو دا تبصره وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ متحده ایالات د غزې کنټرول په
لاس کې واخلي او خلک یې بل ځای کې هستوګن شي.
❤️
👍
😢
😂
😮
🙏
860