ازادي راډیو Azadi Radio
February 11, 2025 at 01:55 AM
https://smarturl.click/vwpJw
🔶 ټرمپ وايي که ټول اسراییلي یرغمل د شنبې تر غرمې خوشې نه شي د غزې د اوربند تړون باید لغوه شي
🔶 ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام، وویل: «که چیرې په غزه کې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې بیرته راستانه نشي، زه وایم چې اوربند لغوه کړئ. یو یو - دوه - درې یا څلور نه باید ټول یوځای راخوشې شي.....که نه پرېږده چې سور اور بل شي»
🔶 ښاغلي ټرمپ بیا وویل چې دا یې خپل دریځ دی او پریکړه اسراییلو پورې اړه لري.
🔶 ټاکل شوې وه چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بل پړاو د شنبې په ورځ، د سلواغلې په ۲۷مه ترسره شي، خو د حماس افراطي ډلې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې به دا پروسه وځنډوي.
🔶 اسراییل دا عمل د اوربند له تړون څخه په بشپړه توګه سرغړونه وبلله او د خپلو ځواکونو د خبرتیا کچه یې لوړه کړه.
🔶 حماس، چې د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو لخوا یو ترهګریز سازمان بلل شوی، د دوشنبې په ورځ اسراییل د اوربند د موافقې د شرایطو په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل چې د شنبې په ورځ د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
😂
😢
👍
❤️
😮
🙏
548