ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 11, 2025 at 04:29 AM
🔶له چین څخه یو کارګو یا باروړونکی ریلګاډی پرون (دوشنبې) د دغه هیواد له چونګ‌چینګ ښاره د افغانستان په لور روان شو. 🔶د چینايي رسنیو د راپور له مخې، په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي. 🔶چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګ‌چینګ او افغانستان سره ونښلوي. 🔶په دې ریلګاډي کې د چین د "ZTE" مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.
❤️ 👍 😂 🙏 😮 521

Comments