کندهار پوهنتون-Kandahar University
کندهار پوهنتون-Kandahar University
January 29, 2025 at 02:51 PM
د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د پسرلني سيمیسټر کانکور واخیستل سو په کندهار کښي، د ملالۍ، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۴.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو له ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په څار او نظارت سره عمومي کانکور واخیستل سو. د یادو آزموینو څخه د څار او نظارت پر مهال د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي، د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین او د بېلابېلو پوهنځیو څخه ګمارل سوو استادانو، د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو له فعالیتو، تدریس او امکاناتو څخه خوښي وښودله او له هغوی څخه ئې مننه وکړه، چي ټولني ته د ځوانو کادرونو په روزلو کي خپلي هلي ځلي کوي؛ دوی همداراز د کانکور ګډونوالو ته د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړ او له هغو څخه ئې مننه وکړه، چي د ورځنيو بوختياؤ ترڅنګ په خپل شخصي لګښت لوړي زده کړي کوي او هم ئې هغوى ته لارښوونه وکړه، چي په انتخابونو کښي د خپلي خوښي انتخابونه وکړي او هم دي د ټولني اړتيا ته په کتلو سره داسي انتخاب وکړي، چي سبا د ټولني په درد وخوړل سي. وروسته ټاکلي هيئت او مېلمنو د آزمويني د سوالو صندوق پرانيست، برخه والو ته ئې د سوالو فورمونه ور ووېشل او د فورم تر تشريح وروسته د آزمويني پروسه پېله سوه. یادولو وړ ده، چي د دغو آزموينو پايلي به ژر تر ژره اعلان سي. نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
👍 ❤️ 😂 😢 23

Comments