
کندهار پوهنتون-Kandahar University
4.4K subscribers
About کندهار پوهنتون-Kandahar University
سلامونه درنو دوستانو، هیله لرم چې جوړ او روغ به یاست. په دې چینل کې به تاسو ته د کندهار پوهنتون اړوند تازه خبرتیاوې وړاندې کیږي. هیله ده چې تاسو زموږ ملاتړ وکړئ، ترڅو موږ وکولی شو هره نوې خبرتیا او تازه معلومات تاسو ته په وخت سره وړاندې کړو. مننه چې زموږ سره یاست. ستاسو همکاري زموږ لپاره ارزښتناکه ده. زموږ د چینل لینک: https://whatsapp.com/channel/0029Va8a8Es47Xe3kuP5Sj3J هیله ده چې دا لینک له نورو سره شریک کړئ. مننه!
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

له طلوع افغان چاپي رسنۍ سره د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي مرکه.


دغه خبرتيا 👆 درسره نشر کړي

د سميسټر نهايي آزمویني پېل سوې د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم، د ۱۶ اونیو تدریسي او زده کړیز بهیر د خلاصېدو سره سم، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو نهایي آزمویني پېل سوې، چي په لومړي ورځ ئې د څارني او ارزوني پر مهال د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي ، د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتين او د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړي حاضر ول. د سمیسټر نهایي آزمویني دا لړۍ به، د لوړو زده کړو وزارت د طرحي او د آزموینو د لایحې مطابق څلورو اونۍ دوام ولري. د آزموینو بهیر به د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د لا شفافیت په موخه وخت پر وخت څاري. نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۷ د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت


د (۱۴۰۴ل.) کال عمومي کانکور اړوند د کندهار پوهنتون خبرتیا! د لومړۍ ورځي کارډ لرونکو بایومټریک په سه شنبه او د دوهمي ورځي کارډ لرونکو بایومټریک د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي.


حدیث شریف او د نن ورځي نېټې


*د کانکور ازموینې ګډونوالو د پام وړ* تر پایه یې ولولئ... لومړی خو ټولو اتلانو ته د ښه چانس هیله لرم، ځکه تاسو په داسې شرایطو کې چې ډېر کسان نه شي کولای زدهکړو ته دوام ورکوئ، او په پوره اراده او حوصلې سره مو خپلو زدهکړو ته ادامه ورکړې او تر دې ځایه راورسېدئ. اوس چې د کانکور مهم امتحان درته مخې ته دی، د خپل ورور دا خبرې هرو مرو په یاد ولرئ: ۱. یوه ورځ مخکې له امتحانه خپل ټول درسونه بند کړئ، که هر څومره مهم هم وي. که دا کار ونه کړئ، ممکن د امتحان په ورځ له ستونزو سره مخ شئ. ۲. د امتحان په شپه پوره خوب وکړئ، هیڅکله خپل خوب مه خراباتوئ. لږ تر لږه ۸ ساعته خوب حتماً وکړئ. ۳. د امتحان ورځ له لمونځ او د الله جل جلاله له یاد سره پیل کړئ، او له الله نه مرسته وغواړئ. ۴. که امتحان مو د سهار له خوا وي، حتماً سهارنۍ وکړئ. او که د غرمې لخوا امتحان لرئ، د غرمې ډوډۍ هېره نه کړئ. ۵. مخکې له دې چې امتحان ته ولاړ شئ، دا توکي له ځان سره واخلئ، هېر مو نه شي: - دوه قلمونه - تذکره - د تذکرې فوټو کاپي - د کانکور کارت - یو بوتل اوبه - څو دانې ککو یا خوږ چاکلیټ کاغذي دُسمال، څو خپلې خولې پرې وچې کړئ او ورقه خرابه نه شي. ۶. لږ تر لږه نیم یا یو ساعت مخکې د امتحان ځای ته ورشئ، ځکه چې که کومه ترافیکي ستونزه پېښه شي او ومو نه ځنډوي. ۷. له مور او پلار نه دعا واخلئ. ۸. کله چې د امتحان پوښتنلیک او د ځوابونو ورقې توضیح کېږي، خامخا وګورئ چې ستاسو کوډونه سره برابر دي، که نه. ۹. د کانکور د کارت یوه کاپي یا عکس له ځانه سره ولرئ، ځکه د نتایجو اعلان پر مهال به در ته پکار شي. ۱۰. له ازموينې یوه ورځ مخکې، لږ تر لږه ۱۵ انتخابونه ترتیب کړئ: - که امتحان مو ډېر ښه تېر شو، لومړني ۵ غوره کړئ. - که امتحان مو متوسط و، منځني ۵ انتخابونه وکړئ. - که خدای مه کړه امتحان مو بد و، وروستي ۵ غوره ګړئ. ۱۱. د پوښتنو ځوابونه (کلیدونه) یو په یو حلقه کړئ، ډېر دقت وکړئ، هڅه وکړئ چې دایرې خرابې نه شي، ځکه ماشین خرابه توره شوې حلقه ناسمه حسابوي. ټولو وطنوالو ته ښه چانس، اللّٰه مو برياوې نصیب کړه 🤲 درسره نشر يي کړي https://whatsapp.com/channel/0029Va8a8Es47Xe3kuP5Sj3J


حدیث شریف او د نن ورځي نېټې


حدیث شریف او د نن ورځي نېټې
