
کندهار پوهنتون-Kandahar University
February 9, 2025 at 05:25 PM
د لوړو زدکړو وزارت: 👇
په شیخ زاید پوهنتون کې د څه باندې ۱،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارې پیل شوې
په شیخ زاید پوهنتون کې د محصلینو عملي زده کړو په موخه د دغه پوهنتون په څېړنیز فارم کې د شنو خونو، اوبو رسونې، څېړنیز فارم د ودانۍ، د وترنري علومو پوهنځی لابراتوار بیارغونې او د غوښینو چرګانو روزنې لپاره د مناسب ځای جوړولو پروژې پیل شوې.
د یادو پروژو مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورکول کېږي چې په بشپړولو سره به یې د شیخ زاید پوهنتون محصلینو د عملي زده کړو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
د یادولو وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلینو د عملي زده کړو لپاره تدریسي روغتون، راډیو، حیواني کلینیک او څېړنیز فارم لري.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق، د شعبان ۱۰مه
۱۴۰۳ هـ.ش، د سلواغې ۲۱مه
۲۰۲۵ م، د فبروري ۹مه
❤️
👍
4