کندهار پوهنتون-Kandahar University
کندهار پوهنتون-Kandahar University
February 9, 2025 at 05:28 PM
د لوړو زدکړو وزارت:👇 د یو شمېر پوهنتونونو ٣٠ تنو استادانو ته «د تدریس په برخه کی د علمي كادر غړو د مسلکي مهارتونو لوړوالي پروگرام» تر عنوان لاندې ۱۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو یاد ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اتو بېلا بېلو امارتي پوهنتونونو شاوخوا ٣٠ تنو استادانو ته په کابل پوهنتون کې پیل شو، د ۱۵ ورځو په موده کې به اته تنه ټرینران په مسلکي او معیاري ډول د یادو استادانو د مسلکي مهارتونو لوړولو په اړه بېلا بېل لکچرونه وړاندې کړي. د ورکشاپ د پيل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفعیاتو رئیس ښاغلي انجنیر مفتاح الدین عزام د نوموړي ورکشاپ دایرول یو مهم اقدام وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د استادانو د علمي کچې لوړېدو تر څنګ د استادانو د تدریس په کچه کې هم مثبت بدلونونه رامنځ ته شي. هغه دغه راز وویل، چې د دې ورکشاپونو لړۍ دوامداره ده او په پام کې لري چې د استادانو تدریسي مهارتونو ښه والي په موخه د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته ورکشاپونه دایر شي. ادامه
❤️ 👍 3

Comments