
کندهار پوهنتون-Kandahar University
February 11, 2025 at 08:33 AM
د څلوېښتو کادري بستونو له پاره مسلکي آزموینه واخیستل سوه
د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو کادري بستونو ته د ۱۸۰ نوماندانو څخه د کادري بستونو د استخدام له پاره د ۱۲۰ نوماندانو څخه آزموینه واخیستله سوه، چي د څارني او ارزوني پر مهال ئې د کندهار پوهنتون مسئولان، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلی هیئت، د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو ځيني مسئولان او استادان حاضر ول.
د آزمویني د بهیر تر پېل مخکي، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضياءالرحمن مشک عالمزي د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، او زیاته ئې کړه، چي په پوهنتونو کښي د علمي کادرونو ګمارنه د نوماندانو و وړتیا او استعداد ته په کتلو سره ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده، چي پرون، یادو کادري بستونو ته د ۱۸۰ نوماندانو څخه د نړۍوالي (انګرېزي او عربي) ژبي آزموینه واخیستله سوه، چي ۱۲۰ ئې پکښي بريالي سول او مسلکي آزمویني ته ئې لاره وموندله.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۲۳
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
❤️
👍
😂
17