
کندهار پوهنتون-Kandahar University
February 12, 2025 at 06:00 AM
محصلانو ته د وړیا کمپیوټر زده کړو آسانتیاوي برابري سوې
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د محصلانو د ظرفیت لوړوني په موخه، محصلانو ته د تېر په څېر د کمپیوټر زده کړي کورس پېل سو؛ دا کورس د محصلانو له پاره وړیا دئ، چي موخه ئې د هغوی مسلکي مهارتونه پیاوړي کول او د ټکنالوژۍ په برخه کي د زدهکړو آسانتیاوي برابرول دي.
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر، مولوي محمد معصوم زاهد د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وويل: د پوهنتون رهبري هڅه کوي، چي د محصلانو له پاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه پېل کړي؛ تر څو هغوی وکولای سي، د خپلي مسلکي ودي له پاره ګټور مهارتونه زده کړي.
هغه زیاته کړه: "محصلان باید د دې فرصتونو څخه اعظمي استفاده وکړي، د خپلو استادانو درناوی وکړي او د خپل هيواد د پرمختګ له پاره هلي ځلي وکړي."
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۲۴
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
❤️
👍
😂
27