هندوکش غږ
هندوکش غږ
February 13, 2025 at 05:21 PM
هندوکش‌غږ نشراتي ادارې، د دلوې ۲۶مې، یعنې په هېواد کې د شوروي اتحاد د ماتې کالیزې په مناسبت ځانګړی «بروشور» چاپ او خپور کړ. د هندوکش‌غږ نشراتي ادارې، په نوښت له هېواد څخه د سرو لښکرو د وتلو د ۳۶مې کالیزې په مناسب ځانګړی بروشور چې، پکې د یادې ورځې پر ارزښت تبصره شوې، چاپ کړ. د یاد بروشور په یوه برخه کې راغلي چې، د دلوې ۲۶مه د افغانستان د خپلواکۍ نه، بلکې پر ټوله سیمه د افغانانو د هغه احسان تل‌پاتې ورځ ده چې د شرقي بلاک او وارسا له لوري یې د خپلو هېوادونو د مستعمرې لپاره ورځې شمارلې. «د دلوې ۲۶مې دا ثابته کړه چې، د اشغال پر وړاندې یواځینۍ نظامي او جهادي ستراتیژي ده چې، د یو ملت حریت، استقلال او بریا تضمینوي.» د یادونې وړ ده چې، هندوکش‌غږ نشراتي ادارې تر دې وړاندې هم ځانګړې، انګېزشي او پیغام لېږدوونکې بروشور چاپ او تکثیر کړې دي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
❤️ 7

Comments