
هندوکش غږ
8.5K subscribers
About هندوکش غږ
کره خبر رسونه، زموږ رسالت دی.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د نن یکشنبې ورځې نېټه. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


ويډيو: د بلوڅ بېلتون پالو (BLA) اړوند رسنۍ د بلوچستان د «سوراب» ښار د نيولو ویډیو خپره کړې ده په دې تفصيلي ويډيو کې د بلوڅ جنګياليو له لوري يادو عملياتو ته چمتووالی، د عملياتو ترسره کول او نورې جالبې صحنې اخيستل شوي. بلوڅ بېلتون پالو د روان کال د مې مياشتې پر ۳۰مه، د بلوچستان د سوراب ښار کنټرول په لاس کې واخیست، او د پوليسو پوستې، نظامي مرکزونه، بانکونه او نورې مهمې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې. بشپړه ويډيو د لاندې لينک له لارې وګورئ 👇 https://x.com/Hindukush_0/status/1931425895979384980?t=HR6NMrvwClqw8xAn9qroZg&s=19

د راپورونو لهمخې، روسي چارواکو پرون شنبه ویلي، چې اوکراین د جنګي اسیرانو او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې بهیر ځنډولی. د روسیې او اوکراین پلاوو تېره دوشنبه ترکیه کې د سولې خبرو اترو پر مهال هوکړه کړې وه، چې ټپیان او د وژل شویو سرتېرو جسدونه او هغه کسان چې عمرونه یې تر ۲۵ کلونو کم دي، تبادله شي. بلخوا، د اوکراین د جنګي اسیرانو درملنې د همغږۍ مرکز ویلي، چې روسیه د بندیانو د تبادلې پر هوکړو عمل نهدی کړی او د جسدونو د بېرته سپارلو لپاره هم کومه نېټه نهده مشخصه شوې. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو نږدې څلور کاله تېرېږي؛ هغه حکومت چې د خپلو ډېرو مخالفینو د تمې پر خلاف، تر اټکل ډېر ژر وتوانېده چې خپل واک ټینګ کړي او د هېواد اداري، امنیتي او اقتصادي جوړښتونو ته تر ډېره بریده نظم ورکړي. په داسې حال کې چې ډېرو باور درلوده دا حکومت به د ډېرو کورنیو ننګونو او بهرنیو فشارونو پر وړاندې ټینګ پاتې نه شي، خو د امنیت په تأمین، له فساد سره په مبارزه او د بنسټیزو پروژو په پیلولو کې یې لاسته راوړنو وښوده چې د منفي تبلیغاتو پر خلاف، د هېواد د اداره کولو توان لري. په دې ټوله موده کې، د جمهوري رژیم هغه چارواکو چې له واکه ګوښه شوي دي، ډېرې هڅې وکړې تر څو د سرپرست حکومت پر وړاندې کوم ګام واخلي او خپلو بهرنیو ملاتړو ته یوه لاسته راوړنه وړاندې کړي؛ هغه هڅې چې په وار، وار له ماتې سره مخ شوې او آن پایلې ته له رسېدو وړاندې له ناکامۍ سره مخ شوې. په بېلابېلو نومونو د ډول، ډول ائتلافونو جوړول، له سرپرست حکومت سره د دوی په مقابله کې یوه له تکراري او ناکامه لارو څخه وه؛ هغه ائتلافونه چې ډېری یې مخکې له دې چې یو منسجمه بڼه غوره کړي، له منځه ولاړل او غړي یې د پخوا په څېر خواره واره شول. د دغه ائتلافونو د پاشل کېدو تر شا بېلابېل عوامل پراته دي چې په دې لیکنه کې یې ځینو مهمو ته په لنډه توګه اشاره کېږي: ۱. قومي سیالۍ: د دغه ائتلافونو د بېثباتۍ یو له عمده لاملونو څخه د هغوی د غړو ترمنځ قومي اختلافات وو؛ د دغه جریانونو مشرانو تر دې چې جمعي ګټې په پام کې ونیسي، خپل قوم او لوري ته د برترۍ ورکولو په لټه کې وو. دغه قومي تعصبات د دوه اړخیزې بېباورۍ لامل شول او د یوه واحد او همغږي صف د جوړېدو مخه یې ونیوله. ۲. سیاسي اختلافات: د راتلونکې په اړه د لیدلورو توپیر او متضاد دریځونه د دغه ائتلافونو د پاشل کېدو بل لامل و. د هغوی ځینو غړو په غونډو کې ځانونه د جمهوري نظام د بېرته راستنېدو پلویان بلل، په داسې حال کې چې یوې بلې ډلې بیا د فدرالیزم په څېر جوړښتونو د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوله. دغه اختلافاتو د یووالي پر ځای د دوی ترمنځ لا ډېر درزونه پیدا کړل. ۳. کورنی نفاق: بې صداقتي، پټې دسیسې او له منځه د یو او بل د لیرې کولو هڅې، د دغه ائتلافونو د ماتې نور اساسي عوامل وو. د دغه ائتلافونو ډېری پېژندل شوې څهرې د ګډ کار پر ځای، په شخصي او سیاسي سیالیو کې ښکېلې وې او د استخباراتي کړیو د ملاتړ د راجلبولو په موخه یې د خپلو ملګرو پر ضد دسیسې جوړولې. ۴. شخصي ګټې: په پای کې، ځانغوښتنو او شخصي ګټو د دغه ائتلافونو په پاشل کېدو کې اساسي رول ولوباوه؛ هغو څهرو چې په یادو اتحادونو کې فعالې وې، د عامه خیر لپاره نه، بلکې واک ته د بېرته ورګرځېدو، د عامه شتمنیو د چور او تالان، د ډېرو امتیازاتو د اخیستلو او د خپلو پخوانیو څوکیو د ساتلو لپاره هڅې کولې. یادو ټولو لاملونو ته په پام سره، څرګندېږي چې د سرپرست حکومت مخالفین نه یواځې د یوه متحد صف په جوړولو کې ناکام شول، بلکې د کورنیو اختلافاتو، فردي ځانغوښتنو او بهرنۍ وابستګۍ له کبله، تر پخوا لا ډېر بې اعتباره شوي دي. یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


د فلسطیني بندیانو د چارو دفتر خبرداری ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې تر ۱۰زرو ډېر فلسطینيان له خورا بد وضعیت سره مخامخ دي. په راپور کې راغلي، چې یاد بندیان له سختو فزیکي او رواني ځورونو سره مخامخ دي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته یې لاسرسی هم خورا محدود دی. یادې ټولنې د بشر حقونو له سازمانونو او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې اړه خپله چوپتیا ماته کړي. د ویلو ده، هغه فلسطینیان چې د غزې د وروستي اوربند پر مهال د صهیونیستي رژیم له زندانونو راخوشې شوي، اعتراف کوي چې صهیونیستي زندانونه فلسطیني بندیانو ته پر «دوزخ» بدل شوي دي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


ایراني رسمي دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو د اسرائیلو د اټومي پروګرامونو او تأسیساتو اړوند په لويه کچه حساس معلومات غلا کړي دي. سرچينې وايي، د دغو اسنادو د ترلاسه کولو عملیات څه وخت مخکې ترسره شوي وو؛ خو د معلوماتو د حجم د زیاتوالي او د هغوی د خوندي انتقال د اړتیا له امله هغه وخت رسنيز نه شول. د ايران د استخباراتي ادارو له منځه ځينو سرچينو ويلي، چې د ترلاسه شویو اسنادو اندازه ډېره زیاته ده او د بشپړې ارزونې لپاره، چې عکسونه او ویډیوګانې هم پکې شاملې دي، ډېر وخت ته اړتیا وه. راپور د اسنادو د کره محتوا یا د هغوی د ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي. ياده دې وي، چې اسرائيلو تر اوسه رسماً د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه امریکایي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې تائید کړه، چې دنړۍ لوی میلیاردر ایلان ماسک سره یې سیاسي اړیکې پای ته رسېدلي دي. ټرمپ د خبرو پر دوام ګواښ کړی، د ماسک له خوا د ډیموکراټ ګوند د نوماندانو مالي ملاتړ به نوموړي ته خورا بدې پایلې ولري. د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، ټرمپ دا مهال پر ایلان ماسک د لا زیات فشار واردولو په موخه د نوموړي له شرکتونو سره د امریکایي ادارو د قراردادونو پر لغوه کولو غور کوي. د ټرمپ او ماسک ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ رسنیزې شوې، چې ماسک د ټرمپ پر نوي مالیاتي لائحې توندې نیوکې وکړې او هغه یې کرغېړنه وبلله. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


د فلسطین «کتائب المجاهدین» غورځنګ تائید کړې، چې د دې غورځنګ مشر اسعد ابو شریعه د خپلې کورنۍ له ګڼو نورو غړو سره پر غزې د صهیونیستي رژیم په هوایي بریدونو کې شهید شوی. یاد غورځنګ ویلي، په شهیدانو کې د کتائب الجاهدین بل مهم قومندان او د اسعد ابو شریعه ورور احمد ابو شریعه هم شامل دی. بلخوا، حماس اسلامي غورځنګ د نوموړي پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د صهیونیستي رژیم جنایتونه به د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره د فلسطیني ملت اراده لا پیاوړې کړي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


١٠٠ ثانیې خبر ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۱۲/۱۰ ھ ق. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې د دغه وزرات د مالي او اداري معین ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ پلاوي د روسیې په نړیوال ډیجیټال کنفرانس کې ګډون او وینا کړې. ښاغلي الکوزي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، په یاد کنفرانس کې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډیجیټل ټکنالوجۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړپوړيو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو ګډون کړی و. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیال په دغې غونډه کې د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ په برخه کې په پرمختکونو او یو شمېر ننګونو خبرې کړي دي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
