هندوکش غږ
هندوکش غږ
February 14, 2025 at 04:26 PM
د دلوې د ۲۶مې په مناست د هندوکش غږ نشراتي ادارې ځانګړی ترتیب شوی «بروشورې» په غور ولایت کې هم ووېشل شوې د هندوکش غږ نشراتي ادارې په نوښت له کابل، جوزجان او زابل ولایتونو، وروسته په غور ولایت کې هم پر عامو هېوادوالو د دلوې ۲۶مې نېټې په مناسبت ترتیب شوی ځانګړی «بروشور» ووېشل شو. د دلوې ۲۶مه له ګران هېواد افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ۳۶مې کالیزې سره سمون خوري. یاد «بروشور» چې د هندوکش غږ ادارې په نوښت ترتیب شوی په‌کې د دلوې میاشتې د ۲۶مې نېټې په مناسب ځانګړی پیغام وړاندې شوی چې، د دغې ورځې د ارزښت په اړه لا ډېر عامه پوهاوی کوي. د یادونې وړ ده چې هندوکش غږ نشراتي ادارې، ملي ارزښتونو ته په ژمنتیا تر دې وړاندې هم د عامه پوهاوي په موخه ځانګړي بروشورونه ترتیب او نشر کړي دي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
❤️ 6

Comments