هندوکش غږ
هندوکش غږ
February 15, 2025 at 07:34 AM
د بلخ ولایت د والي په ځانګړې لارښوونې د بلخ د علماوو شوری د رئیس په مشرۍ یوه ۹ کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هیواد له چارواکو سره یې کتلي دي. د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه غونډه کې د مشترک بازار، ټرانزیټي وسایطو ته د اجازې ورکولو، د مشترک بازار روغتون ته په پېژندپاڼه د بېړنیو ناروغانو وړلو اجازې او د وېزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، په دغه غونډه کې د یو لړ نورو ورته مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې هم کړې دي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
❤️ 8

Comments