دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
January 27, 2025 at 01:00 PM
د خپلواکو خبریالانو ټولنې رئیس په میدان وردګ ولایت کې د نصرت رسنیز ګروپ له فعالیتونو لیدنه وکړه. ښاغلي حجت الله مجددي، د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې رئیس، په میدان وردګ ولایت کې د "ډیجټل کمره" په نوم د لیکل شوي کتاب د مخکتنې په غونډه کې تر ګډون وروسته د نصرت رسنیز ګروپ له بېلابېلو فعالیتونو لیدنه وکړه. د نصرت رسنیز ګروپ مشر امان الله نصرت، د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر ته د دې ګروپ اړوند د واک خصوصي تلویزیون، غږ اف ام رادیو، او واک اونیزې د رغنده او مسلکي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه زیاته کړه چې د یادو رسنیو کاري ډله د ژورنالیزم اصولو ته ژمن دی او په سختو شرایطو کې یې په لږو امکاناتو سره خپلې دندې او فعالیتونه په بریالیتوب سره پرمخ وړي دي. ښاغلي حجت الله مجددي د واک تلویزیون، غــږ اف ام او واک اونیزې د مثبتو فعالیتونو او ښو لاسته راوړنو ستاینه وکړه او وویل، چې یادې رسنۍ د ژورنالیزم د اصولو سره سم په هر ډول شراطو کې خپل مسؤلیتونه په بریالیتوب ترسره کړي دي. د یادونې، ده چې نصرت رسنیز ګروپ له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راهیسې په میدان وردګ ولایت کې فعالیت لري. د دې ګروپ اړوند رسنۍ، د ټولنې پرمختګونو او ناخوالو ته انعکاس ورکوي او د خلکو غـــږ تر مسؤلینو رسوي. په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي او دغه لړۍ په بریالیتوب سره روانه ساتلې ده.
😂 🩷 2

Comments