
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
January 29, 2025 at 09:05 AM
پرځای ټاکنه!
پرې خوښ شو
د اسلامي امارت په سپیڅلو تشکیلاتو کې ټاکنې تل د اهلیت، امانتدارۍ، ژمنتیا او شرعي اصولو په رڼا کې ترسره کېږي، چې دا د عدل او انصاف څرګندنی نښې دي. په همدې ویاړلې لړۍ کې، زموږ قدرمن، دینپاله، او مبارز مشر، الحاج ملا حبیب احمد (توکل) چې په خپل ایماني بصیرت، صبر، او استقامت کې بېساري لری
د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله د ځانګړي حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب د عمومي قوماندانۍ د قومندان په توګه د پاسوال (تورن جنرال) په بست کې وټاکل شو.
نوموړی د یادې قوماندانۍ ټولو کارمندانو ته رسماً معرفي شو او په رسمي توګه یې د خپلې سپیڅلې دندې پیل وکړ.
دا بېشکه یوه پرځای ټاکنه ده، ځکه چې نوموړی د اهلیت، تقوا او اخلاص بشپړه بېلګه ده. موږ د الله تعالی له لوري ورته د لا زیاتې بریا او د خپل هېواد او ملت لپاره د غوره خدمت کولو توفیق غواړو
تل یې دبریا هیله من یو
کاپی
*دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ*
❤️
👍
29