
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
January 29, 2025 at 09:46 AM
د امنیتي چارو مرستيال د نوي کابل بانک څانګې له مدیر سره وکتل
____________________
نېټه: ۱۴۴۶/۷/۲۸ ھ ق
د میدان وردګ ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستيال مولوي الله نور ناصح په یاد ولایت کې د نوي کابل بانک له څانګې څخه لیدنه وکړه او د بانک له عمومي مدیر سره یې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو خبرې وکړې.
یاده لیدنه پداسې حال کې ترسره شوه چې د کورني امنيت مدير مولوي کریم الله سباوون او د تروریزم پرضد د مبارزې مدير مولوي زمرک عبيده یې ملتیا کوله، تر څو د نظامي او ملکي کارمندانو د معاشاتو ورکړه، بانکي خدمات او کړنې له نږدې وڅاري.
په یاده کتنه کې د دواړو لورو تر منځ د پرسونل پر زیات والي، د کړنو پر بهبود او چټکتيا او همدارنګه د یادې څانګې د لا ښه امنیت په اړه خبرې وشوې.
د میدان وردګ ولایت د امنیه قومانداني مطبوعاتي دفتر
❤️
👍
😂
9