دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
February 6, 2025 at 02:17 AM
د المرصاد نشراتي ادارې د راپور له مخې، افغان ځانګړو ځواکونو د هېواد په شمال کې د یو لړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش یوه مهمه ډله ځپلې او غړي یې ترې ژوندي نیولي. المرصاد د خپلو باخبره سرچینو له قوله لیکلي:«ځانګړو ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د داعش ډلې پر ضد عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ټول غړي له مهماتو سره یوځای نیول شوي دي.» المرصاد زیاتوي:«د داعش د نیول شوې ډلې وروستی برید په تخار کې په چینایي وګړي برید و، چې په پایله کې یې چینایي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.» د المرصاد د راپور له مخې:«د دې شبکې فعالیت د ځینو استخباراتي لوریو د هغې ستراتیژۍ یوه برخه وه، چې غوښتل یې د افغانستان په شمال کې ځیني پېښې ترسره او د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راولاړې کړي.» المرصاد په خپل راپور کې ویلي:«د پاکستان په بلوچستان کې د داعش ډلې مرکزونه شتون لري چې په‌کې د یو شمېر اروپایي او اسیاسي هېوادونو وګړي هم روزل کېږي، که مخه یې ونه نیول شوي، نورو هېوادونو کې به هم بریدونه ترسره کړي.» المرصاد په ورته وخت کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د یوه جنایي بانډ د غړو د نیول کېدو خبر هم ورکړی او ویلي یې دې چې دې بانډ به تخار ولایت کې په انسان تښتونه او نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود. کاپی *دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ*
❤️ 👍 😂 🤲 10

Comments