دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
January 18, 2025 at 11:08 AM
*_رقم الاستفتاء[۸۸۰]بتایخ: ۲۳/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ قـ_* *_مسئله: د سپېکر تلاوت ته غوږ نیول څه حکم لري؟_* *المستفتی:  مفتي ثناء الله مظهری صاحب* *_محترم مفتی صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی کچیری یو څوک قرانکریم په سپېکر کی وایی یا د قرانکریم  ترجمه په سپېکر کي کوی حال دا چي دسپېکر قرانکریم ته اکثر خلګ غوږ هم نه نیسي دا ځکه چي خلګ په کارو اخته وي اوس پوښتنه داده چی قرانکریم تلاوت او ترجمه په سپېکر کي کول څه حکم لري او که سجده تلاوت په سپېکر کی وویل سی  نو پر اورېدونکی سجده تلاوت واجبیږی که نه؟_* *الجواب بتوفیق الملک الوهاب:* *_دلاوډ سپيکر په ذريعه سره چي کوم اواز راوزي په دې کښې د نوي ساينس ماهرین په خپل مینځ کښې سره مختلف دي چي دا اصل اواز دی او که مصنوعي اوازدی؟_* *_ځیني ورته اصل او از وايی او ځینی بیا ورته مصنوعي اواز وايي خو د اکثرو ماهرينو رايه داده چي دا بعينه د متکلم هغه اواز دی کوم چي دده د ژبي څخه راوزي او داقول راجح هم دی چي داد متکلم اصلي اواز دی ._* *_نوشرعي حكم همدغه دی چي دلاوډ سپيکر په ذريعه باندي که چيري تلاوت شروع وي دهغه اوریدل احتياطاً واجب البته علامه شامی رحمه الله فرمایی : چی قرانکریم ته غوږنیول فرض کفایی دی او آيت دسجدې کچيري په کښې تلاوت سي نو پر اوریدونکو باندي سجدہ تلاوت واجب ده او که چا دغه تلاوت نه اورېدی او يايې د سجده تلاوت د اورېدو سره سره هم سجده ونه کړه نو هغه کس هم په ګناه ورسره شریک دی څوک چي دغه تلاوت په زور سره په لاوډ سپيکر کښې کوي . ښه طريقه داده چي لاوډ سپيکر د تلاوت لپاره استعمال نه سي تر څو خلګ په ضرر واقع نسي البته د مجبوری صورت بیا ځان ته دی ._* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کما فی ردالمحتار علی الدر المختار:(جـ ۱صـ۵۴۶) وعلى هذا لو قرأ على السطح والناس نيام يأثم اهـ أي لأنه يكون سببا لإعراضهم عن استماعه، أو لأنه يؤذيهم بإيقاظهم تأمل مطلب الاستماع للقرآن فرض كفاية وفي شرح المنية: والأصل أن الاستماع للقرآن فرض كفاية لأنه لإقامة حقه بأن يكون ملتفتا إليه غير مضيع وذلك يحصل بإنصات البعض؛ كما في رد السلام حين كان لرعاية حق المسلم كفى فيه البعض عن الكل، إلا أنه يجب على القارئ احترامه بأن لا يقرأه في الأسواق ومواضع الاشتغال، فإذا قرأه فيها كان هو المضيع لحرمته، فيكون الإثم عليه دون أهل الاشتغال دفعا للحرج، وتمامه في ط. المکتبه الشامله وکذا فی فتاوی فریدیه پښتو:( جـ  ۲ صـ ۶۴۹) وکذا قال شیخ الاسلام فی فتاوی عثماني اردو:(جـ ۱ صـ ۱۸۹) وهکذا قال مفتی محمد شفیع: رحمه الله فی آلات جديده وهکذا قال فی فتاوی رحمانیه:)جـ ۱ صـ۱۷۴) کتبه : مولوی عبدالباری بریمند ابوخالدځدران رئیس دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
❤️ 👍 🫀 🌼 🤍 🪻 19

Comments