دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
January 24, 2025 at 04:30 AM
*_رقم الاستفتاء[۴۲۱]بتاریخ: ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ قـ_* _*مسئله:دبغل سپوختی او مقعد د ورېښتانو لیری کول څه حکم لری*_؟ *_المستفتی: متقی صاحب_* *_محترم مفتی صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه داچی د بغلو او سپوختی وریښتان خرېیل(لیری کول) څه حکم لری او چی کوم حد ته ورسیږی باید وخرېیل سی اوکچیری دا ورېښتان یو کس ونه خرېیل او ډیر غټ سی نو سزا یی د شریعت له نیګاڅخه څومره ده_؟* *_الجواب بتوفیق الملک الوهاب:_* *_په صورت مسؤله کی شرعی حکم دادی چی دنوکانو پرېکول دبرېتو لنډول دسپوختی ورېښتان لری کول او د بدن پاکوالی په غسل کولو سره په هره هفته کی یو واری مستحب دی کچیری تر یوې هفتی زیات سی بیا باید په هرو پنځلسو ورځو کی لیری کړل سی چی دا یی منځنئ اندازه بلل کیږی او څلوېښت ورځي یی اخېری حده بلل کیږی خو کچیری تر څلوېښتو ورځو زیات وځنډه ول سی معذور نه بلل کیږی بلکه دا کس ګناه ګار مستحق د وعید (عذاب) ګرزی_ .* *_دبغلو ورېښتان خرېیل جائز دی خو کښل یی اولی دی او د سپوختی ورېښتان د نو څخه لاندی دخایتو تر بېخو او ورونو پورې حد امکان یی خرېیل ضروری دی فتاوی رحمانیه :(جـ ۳صـ۴۲۵) کی لیکلی دی چی مقعد (دبری) ورېښتان لیری کول مستحب_ .* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ كما في الفتاوی الهنديه( جـ ۵صـ۳۵۷/ ۳۵۸) الأفضل أن يقلم أظفاره ويحفي شاربه ويحلق عانته وينظف بدنه بالاغتسال في كل أسبوع مرة فإن لم يفعل ففي كل خمسة عشر يوما ولا يعذر في تركه وراء الأربعين فالأسبوع هو الأفضل والخمسة عشر الأوسط والأربعون الأبعد ولا عذر فيما وراء الأربعين ويستحق الوعيد كذا في القنية. وفي الإبط يجوز الحلق والنتف أولى ويبتدئ في حلق العانة من تحت السرة. الناشر:دارالفکر عددالاجزاء(۶) وکذا فی دررالحکام شرح غرر الاحکام :(جـ ۱صـ۳۲۳) (و) يستحب (حلق عانته وتنظيف بدنه بالاغتسال في كل أسبوع مرة) في القنية الأفضل أن يقلم أظافره ويحفي شاربه ويحلق عانته وينظف بدنه بالاغتسال في كل أسبوع مرة، فإن لم يفعل ففي كل خمسة عشر يوما، ولا عذر في تركه وراء الأربعين فالأسبوع هو الأفضل والخمسة عشر الأوسط والأربعون الأبعد ولا عذر فيما وراء الأربعين ويستحق الوعيد. الناشر: دار احياء الكتب العلمية  عددالاجزاء(۲) وکذا فی حاشیه الطحطاوی علی مراقی :(جـ ۱صـ۵۲۴) وفي استحسان القهستاني عن الزاهدي يستحب أن يقلم أظفاره ويقص شاربه ويحلق عانته وينظف بدنه في كل أسبوع مرة ويوم الجمعة أفضل ثم في خمسة عشر يوما والزائد على الأربعين آثم.الناشر:دارالکتب العلمیه بیروت لبنان عددالاجزاء(۱) کتبه:مولوی عبدالباری بریمند ابوخالد ځدران رئیس دارالافتاء لوی کندهار افغانستان https://whatsapp.com/channel/0029VaQDvUQ1NCrahSBXrl3V
❤️ 👍 🌹 🤍 18

Comments