
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
January 24, 2025 at 12:01 PM
*_رقم الاستفتاء[۱۱۲۴]بتاریخ:۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ قـ_*
*_مسئله:په کفری هیواد کی دمسلمان لپاره دشرابو وړل څه حکم لری؟_*
*_المستفتی: مولانا عبدالرحمن"فاروقى صاحب_"*
*_مفتى صيب زما پوښتنه داده چى يو مسلمان کس په يو کفرى هيواد کى کار کوى هغه مسلمان کس چى په کښى مزدور دی هغه شراب د يو ځاى څخه بل ځاى ته وړى اوهلته یې خلق څښى اوس ددى مسلمان کار (مزدورى) کول څه حکم لری؟_*
*_الجواب بتوفیق الملک الوهاب_*
*_ستاسی دسوال په جواب کی باید ووایو چی لكه څنګه چی د شرابو خرڅول جائز نه دی همدارنګه بل ځای ته وړل دا له کفارو سره کومک دی چی په اسلام کي پر ناروا باندی کومک کول او پیسې ګټل حرام او غیر جائز دي. رسول الله ﷺ په حدیث کې د شرابو په اړه پر لسو کسان لعنت کړي دي . رسول الله ﷺ وفرمایل: "بېشکه الله تعالی په شرابو لعنت ویلی دی، او په شرابو کې مرسته کوونکو یی هم لعنت ویلی دی: په هغه چا چې شراب تولیدوي (غارسها)، په هغه چا چې شراب څښي (شاربها)، په هغه چا چې شراب تیاروي (عاصرها)، په هغه چا چې شراب ذخیره کوي (مؤويها)، په هغه چا چې شراب مدیرت کوي (مديرها)، په هغه چا چې شراب سروې (ساقيها)، په هغه چا چې شراب لیږدوي (حاملها)، په هغه چا چې د شرابو پیسې خوري (آكل ثمنها)، او په هغه چا چې شراب پلوري (بائعها)."_*
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کما قال الله عزوجل:{وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ}[المائدة: 2]
کما فی ابی داؤد الطیالسی :(جـ ۳صـ۴۶۲) فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «حرمت الخمر» قال: وقدمت لرجل راوية من الشام أو روايا فقام النبي صلى الله عليه وسلم، وأبو بكر، وعمر، ولا أعلم عثمان إلا معهم، فانتهوا إلى الرجل، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «خل عنا نشقها» فقال: يا رسول الله، أفلا نبيعها، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن الله لعن الخمر، ولعن غارسها، ولعن شاربها، ولعن عاصرها، ولعن مؤويها، ولعن مديرها، ولعن ساقيها، ولعن حاملها، ولعن آكل ثمنها، ولعن بائعها»
وکذا في مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح :كتاب البيوع :
(جـ ۵ صـ ۱۹۰۲) رقم الحدیث 2776 - وعن أنس - رضي الله عنه - قال: «لعن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - في الخمر عشرة: عاصرها، ومعتصرها، وشاربها، وحاملها، والمحمولة إليه، وساقيها، وبائعها، وآكل ثمنها، والمشتري لها، والمشترى له» . رواه الترمذي وابن ماجه.
وایضاً قال الملا علی القاری الحنفی رحمه الله تعالی
في مرقاة المفاتيح:(جـ ۵صـ۱۹۱۶)قال النووي: فيه تصريح بتحريم كتابة المترابيين والشهادة عليهما وبتحريم الإعانة على الباطل
وکذا قال العلامه الشامی فی ردالمختار علی الدر المختار:
(جـ ۶ صـ۳۵۰)وما كان سببا لمحظور فهو محظور اهـ.
وهکذا قال فی فتاوی محمودیه :(جـ ۱۶ص۱۳۲)
وکذا فی جواهر الفقه :(جـ ۲صـ۴۴۸) تفصیل الکلام فی مسئله الاعانة علی الحرام . فقط واللہ اعلم
کتبه: مولوی عبدالباری بریمند ابوخالد ځدران
رئیس دارالافتاء لوی کندهار افغانستان .
*زموږ اسلامی مسائل او لینک در سره نشر کړی او ملګری دلینک له لاری دعوت کړی*
https://whatsapp.com/channel/0029VaQDvUQ1NCrahSBXrl3V
❤️
🫀
👍
🤍
19