دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
January 25, 2025 at 02:51 PM
*_رقم الاستفتاء[۵۱۲]بتاریخ: ۲۱/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ قـ_* *_مسئله: عسکر دسفر په لمانځه کی دکوم امیر تابع دی_؟* *_المستفتی:مولوی عبدالهادی حنیف صاحب_* *_محترم مفتی صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چي یو عسکر چی کور یې په کندهار کی دی وظیفه په زابل لری یوه هفته وظیفه کی تیروی بیرته کور ته رازی اوس دغه کس مسافر بلل کیږې که نه او دغه عسکر په لمانځه کي دکوم اميرتابع دي د هغه امير چي دټول حکومت پرسر وي اوکه د هغه آمير چي په ليوا ياقولي اردو يا په بل نظامی ځاي کي ورسره وي_؟* *_الجواب بتوفیق الملک الوهاب_ :* *_په صورت مسؤله باید ووایو چی کچیری یو مستقل سړی د پنځلس ورځو تیرولو اراده ولری نو مقیم بلل کیږی نو لهذا خپل لمونځ به پوره کوی اوکچیری د پنځلس ورځو تیرولو اراده ونلری بلکه نیت یی دا وی چی یوه هفته وروسته یا تر پنځلسو ورځو تېرولو مخکی بیرته کندها ته ځی نو مسافر بلل کیږی_.* *_البته خیر الفتاوی (جـ۲صـ۶۸۰ )  فتاوی عثمانیه (جـ ۳صـ۱۲۰)_* *_داسانتیا لپاره فرمایی: ترڅو چی کامل ترک د سکونت د وطن اقامت څخه ونه کړی یعنی سامان یی په وطن داقامت کی وی تر هغه پوری وطن داقامت نه باطلیږی او فتاوی الغزنویه لیکلی دی چی ددې لپاره به دا ضروری وی چی اول ځل به دپنځلسو ورځو نیت ضرور کوی تر څو چی وطن اقامت حقیقی ثابت سی نو لهذا مذکوره معتمدو معاصرو فتاواوو پر دې قول باندی فتوی ورکړېده_.* *_او بل دا چی عسکر داقامت په نیت او دسفر په لمانځه کی د هغه امیر تابع دی کوم چی دخپلو عسکرو دخوراک انتظام یی پر ذمه باندی وی_ .* ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کما فی الفتاوی الهندیه (جـ ۱صـ۱۴۱)الفتاوى الهندية: كتاب الصلاة الباب الخامس عشر: في صلاة المسافر: والجندي إنما يكون تبعا للأمير إذا كان يرزق من الأمير، كذا في التبيين، أما إذا كانت أرزاقهم من أموال أنفسهم فالعبرة لنيتهم، كذا في الظهيرية. وکذا فی تبیین الحقائق : (جـ ۱ صـ۲۱۶) قال - رحمه الله - (وتعتبر نية الإقامة والسفر من الأصل دون التبع) ؛ لأن الأصل هو المتمكن من الإقامة والسفر دون التبع قال - رحمه الله - (كالمرأة والعبد والجندي) ....... والجندي إنما يكون تبعا للأمير إذا كان يرتزق من الأمير وكذا فی مجمع الانهر: (جـ ۱صـ ۱۶۵) (والجندي) مع الأمير الذي يلي عليه ورزقه منه ومثله الأمير مع الخليفة وهو إنما يكون تبعا له إذا كان رزقهم منه. وقال صاحب البحر: ليس مراد المصنف قصر التبع على هؤلاء الثلاثة بل هو كل من كان تبعا له وتلزمه طاعته. کتبه: مولوی عبدالباری بریمند ابوخالد ځدران رئیس دارالافتاء لوی کندهار افغانستان
❤️ 🤍 10

Comments