دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند
January 28, 2025 at 05:45 AM
*رقم الاستفتاء[۶۰۷] بتاریخ:۱/ ۸/ ۱۴۴۵ هـ قـ* *مسئله: په جلسه کی نطاق نعره تکبیر وایی دا څه حکم لری؟* *المستفتی: مولوی حبیب الرحمن لحاظ صاحب کندهار مرکز* *محترم مفتي صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی زموږ په جلسو کی درې قسمه معمولات دی یو دا چی کله یو لوړ عالم یا شیخ صاحب دجلسې انګړ ته راځي نو نطاق نعره تکبیر وایی او ناست خلک دغه نعره ور سره بدرقه کوی او شیخ صاحب ته لاره ورکوی او ورته ولاړیږی.* *دوهم قسمه معمول دادی چی مخکی عالم جلسې ته راغلی وی خو چی کله دریځ ته را بلل کیږی نو نطاق نعره دده په ویاړ  وایی او دریم قسم معمول دادی چی کله یو عالم یوه جزباتی وینا کوی نو نطاق بیا نعره تکبیر وایی او خلګ یی ور سره بدرقه کوی دا سی عمل شرعاً څه حکم لری؟* *الجواب بتوفیق الملک الوهاب*: *په صورت مسؤله کی باید ووایو چی دلته اول قسم معمول  چی کله دعظماؤ او شیوخ عظامو څخه یو څوک د جلسې انګړ ته داخلیږی او نطاق نعره تکبیر ووایی ددې لپاره چی خلک ورته ولاړ سی او لاره ورته پرېږ دی نو دا کار غیر جائز او ګناه ده .* *او په دوهم معمول کی چی یو عالم یا شیخ صاحب مجلس ته وختی راغلی وی په مجلس کی ناست وی خو بیا چی کله دریځ  ته رابلل کیږی نو دده تر راتګ مخکی دده په ویاړ نطاق نعره تکبیر وایی دا هم جائز نه ده ځکه  دا نعره ددې خبرداری ور کوی چی دريځ ته یوڅوک راځي نو دالله تعالی نوم د یو چا د اعلام او خبر دارۍ لپاره ویل هم جائز نه دي* *البته درېم معمول چی د عالم د جزباتی وینا سره نعره تکبیر د اسلام په ویاړ وویل سي نه د شیخ صاحب د راتګ په ویاړ نو په دې کی مخکنی علتونه نه دی موجود یعنی نه خلک ورته ولاړیږی او نه لاره ورته پرېښودل اونه هم نعره تکبیر ددې عالم د راتګ داعلام لپاره کیږی نو لهذا په دې اخیري صورت کښي به کوم حرج نه وی البته چی د الزام په شکل نه وی.* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کما فی الهندیه :(جـ ۵صـ۳۱۵) كتاب الكراهية الباب الرابع في الصلاة والتسبيح ...الخ : وعن هذا يمنع إذا قدم واحد من العظماء إلى مجلس فسبح أو صلى على النبي صلى الله عليه وآله وأصحابه إعلاما بقدومه حتى ينفرج له الناس أو يقوموا له يأثم هكذا في الوجيز للكردري. وکذا فی ردالمحتار علی الرد المختار :(جـ ۱صـ۵۱۸) وعن هذا يمنع إذا قدم واحد من العظماء إلى مجلس فسبح أو صلى على النبي - صلى الله عليه وسلم - إعلاما بقدومه حتى يفرج له الناس أو يقوموا له يأثم. اهـ. کما قال العلامةالحصفكى فی الردالمحتار:(جـ ۶صـ ۴۳۱) كتاب الحظر والإباحة: وقد كرهوا والله أعلم ونحوه ... لإعلام ختم الدرس حين يقرر. وقال العلامةالمحقق الشهيرابن عابدين الشامى تحت (قَوْلُهُ لِإِعْلَامِ خَتْمِ الدَّرْسِ) أَمَّا إذَا لَمْ يَكُنْ إعْلَامًا بِانْتِهَائِهِ لَا يُكْرَهُ، لِأَنَّهُ ذِكْرٌ فِيهِ وَتَفْوِيضٌ بِخِلَافِ الْأَوَّلِ، فَإِنَّهُ اسْتَعْمَلَهُ آلَةً لِلْإِعْلَامِ وَنَحْوِهِ إذَا قَالَ الدَّاخِلُ: يَا اللَّهُ مَثَلًا لِيُعْلِمَ الْجُلَّاسَ بِمَجِيئِهِ لِيُهَيِّئُوا لَهُ مَحَلًّا، وَيُوَقِّرُوهُ وَإِذَا قَالَ الْحَارِسُ: لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَنَحْوَهُ لِيُعْلَمَ بِاسْتِيقَاظِهِ، فَلَمْ يَكُنْ الْمَقْصُودُ الذِّكْرَ أَمَّا إذَا اجْتَمَعَ الْقَصْدَانِ يُعْتَبَرُ الْغَالِبُ كَمَا اُعْتُبِرَ فِي نَظَائِرِهِ اهـ الناشر: دارالفکر بیروت عددالاجزاء(۶) وفی الموسوعه الفقهیه اللکویتیه  : (جـ ۲۱صـ۲۵۳) اللجنة ترى أن اشتراك مجموعة في الأذكار المأثورة أو الأدعية الواردة أو قراءة القرآن بصوت واحد جائز بشرط عدم التشويش على المصلين أو غيرهم مما هم فيه من عمل مشروع ولا سيما إذا كانت هذه الطريقة تساعد على النشاط وتعليم غير المتعلم، وبشرط ألا تعتقد هذه الكيفية . کتبه: مولوی عبدالباری بریمند ابوخالد ځدران رئیس دارالافتاء لوی کندهار *یادونه: دارالافتاء بریمند علی مسلک دیوبند ته ملګری دلینک له لاری دعوت کړی* https://whatsapp.com/channel/0029VaQDvUQ1NCrahSBXrl3V مننه!
❤️ 🫀 👍 🤍 10

Comments