فکر
فکر
January 18, 2025 at 06:06 PM
کله مې چې د مطالعې خوند وڅکه، نو ژوند راته نوی افق شو. مطالعې ماته وښودله چې بې مانا عادتونه یوازې وخت ضایع کوي، نو له هغو مې ځان وژغوره. مطالعې ماته د سندرو شور بې ارزښته ښکاره کړ او د فِکر خاموشي یې را زده کړه. مطالعې زه د بې ځایه خلکو له کړیو بهر کړم او د ریښتینو ارزښتونو په لور یې بوتلم. مطالعې راته د ژوند هدف په ریښتینې بڼه څرګند کړ او له ځان سره مې د ودې سفر پیل کړ. مطالعې له ما نه حسادت، غیبت او کرکه واخستل او پر ځای یې زما زړه ته مینه، پوهه او مهرباني ورکړه. اوس زه هغه پخوانی انسان نه یم، بلکې یو داسې شخص یم چې خپل ارزښت یې پېژندلی دی. نو خبره دا کوله چې مطالعه یوازینی ملګری دی چې تل درسره پاتې کېږي او تا د ژوند په ښکلا پوهوي. راشئ، مطالعه وکړئ او خپل ژوند ته نوی رنګ ورکړئ!
❤️ 👍 💯 ♥️ 🇦🇫 💐 🔆 😂 🫡 158

Comments