فکر WhatsApp Channel

فکر

9.9K subscribers

About فکر

په دې چينل کې: پر بېلابېلو موضوعاتو زما لنډې او اوږدې ليکنې + ژباړې نشرېږي. وټساپ شمېره : 🙂‍↕ فيسبوک صفحه: فِکر او » Zakir Zalan ټيليګرام چېنل: فِکر يوټيوب چېنل: Fikar Mindset

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

فکر
فکر
2/28/2025, 5:51:29 AM

د روژې لپاره څو وړې او ښکلې سپارښتنې: 1. د روژې نیت یوازې د الله رضا لپاره وکړه، نه د خلکو د ستاینې لپاره. 2. هره ورځ لږترلږه یو څو آیتونه تلاوت کړه او په مانا یې ژور فکر وکړه. 3. د سهار، ماښام، روژه ماتي او سحري دعاوې یادې کړه او له الله نه ځانګړي برکتونه وغواړه. 4. د اللّٰه پاک څخه د ګناهونو بښنه وغواړه، ځکه روژه د مغفرت غوره میاشت ده. 5. صدقې ته دوام ورکړه، که لږه هم وي، مسکینانو او اړمنو سره مرسته وکړه. 6. له بدو خبرو ډډه وکړه؛ غیبت، دروغ، چغلي، او بې‌ګټې خبرې مه کوه، ځکه روژه یوازې د نه خوړلو نوم نه دی. 7. زغم او نرمي غوره کړه؛ که څوک درسره شخړه کوي، ورته ووایه: "زه روژه یم" او له لانجو ځان وساته. 8. د کورنۍ او دوستانو سره مینه زیاته کړه، د روژه ماتي پر وخت د کورنۍ سره کېنه، زړونه مه ماتوه او یو بل ته نرمي ښکاره کړه. 9. په اعتدال خواړه وخوره، د روژه ماتي پر وخت ډېر خوراک مه کوه. 10. کافي اوبه وڅښه، د سحري او روژه ماتي ترمنځ بدن ته کافي اوبه ورکړه. 11. د سحري پرېښودل مه هېروه، دا د بدن لپاره برکت لري او د ورځې د انرژۍ لپاره مهم دی. 12. که څه هم روژه ده، خو لږ نرم ورزش یا قدم وهل د بدن لپاره ښه دي. 13. که یوازې څو رکعته هم وي، د شپې لمونځ د روح د تقویت لپاره غوره دی. (تهجد) 14. که امکان ولري، د رمضان وروستۍ لس ورځې د الله لپاره وقف کړه. (د اعتکاف نيت وکړه) 15. روژه د ټول کال لپاره یو درس وګرځه؛ دا عادتونه یوازې د رمضان لپاره مه پرېږده، بلکې د ټول ژوند برخه یې وګرځه. ګرانه لوستونکيه الله دې قبول کړي او ته دې له دې مبارکې میاشتې ډېر برکتونه تر لاسه کړې!

❤️ 👍 🤲 🥰 💚 🌸 🌹 💋 💜 🤍 133
فکر
فکر
2/28/2025, 3:11:20 PM

مبارک شه سبا د روژې لومړی ورځ ده

Post image
❤️ 👍 ♥️ ❣️ 🌙 🌸 🏳️ 💓 💙 148
Image
فکر
فکر
2/27/2025, 9:00:48 AM

که زما منې؛ په نننۍ زمانه کې هڅه مه کوه، چې اړیکې دې پياوړی او سمې کړې، بلکې خپل مالي حالت سم کړه، اړیکې به پخپله سمې شي.!!

❤️ 👍 💯 🫡 ♥️ 🌹 😂 😢 🤔 🤷‍♂️ 160
فکر
فکر
2/24/2025, 2:56:51 PM

د هغه چا سره ضد مه کوه چې له تا مخکې دی، بلکې ترې زده يې کړه، ترڅو په ژوند کې بریالی شې، ځکه بریا تل ستا او ستا د ذهن ترمنځ وي، نه د نورو سره په بې ځايه سيالۍ، حسد او زړه بدګۍ! #فکر

❤️ 👍 🙏 💋 💙 ♥️ ❤‍🩹 🌹 💚 💯 154
فکر
فکر
2/26/2025, 3:15:10 PM

په دې دنیا کې داسې هيڅ څیز نشته، چې په دعاګانو یې حاصل نشو کړای، اې زموږ رحیم او رحمن ربه! ته زموږ دعاګانې د نورو په حق کې او د هغوئ دعاګانې زموږ په حق کې مستجابې وګرځوي.! الهی امین🤲❤️

❤️ 🤲 👍 🙏 ♥️ ❣️ 👏 💔 💚 🥰 171
فکر
فکر
2/25/2025, 10:04:04 AM

مینه د ونې په څېر ده، هغه داسې چې ریښې یې له وخت سره ژورېږي. يعنې کله چې مینه رېښه وکړي، نو طوفانونه یې نشي ځپلی، همدا شان فصلونه یې وچولی نشي او هیڅ فاصله یې نه شي کمزورې کولی. مینه که رښتینې وي، نو هره ورځ پیاوړې کېږي، هره شېبه لا ژوره کېږي، د ژوند هر پړاو ورسره آرام، ښکلی او خوږېږي. او په حقيقت کې دا ټول هغه څه دي، چې د ژوند ښکلا ته لا سیوری ورکوي. لکه ونه چې د سیوري، مېوې او ښکلا سبب کېږي، ریښتینې مینه هم د سکون، خوښۍ او وفادارۍ سمبول دی او همدا مېنه ده، چې زړونو ته ډاډ، خوشالي او څو چنده سکون وربخښي.!! فِکر

❤️ 👍 😢 💙 Ⓜ️ ♥️ 🇦🇫 👏 😂 🙏 123
فکر
فکر
2/22/2025, 11:50:36 AM

ژوند ډېر لنډ دی، داسې څوک ځانته پيدا کړئ، چې تاسې ورسره خوشحاله وئ او د هغوئ په ليدو ستاسې د ټولې ورځې ستړيا له منځه ولاړه شي، باور وکړئ داسې کسان ډېر شته خو وی لټوئ او اړيکې مو پياوړې کړئ!

❤️ 👍 😢 💔 🌹 💓 💯 🖤 🥰 🥹 149
فکر
فکر
2/24/2025, 6:41:52 AM

وخت

Post image
❤️ 👍 🖤 ♥️ 🇵🇸 💋 💎 💕 💙 💚 132
Image
فکر
فکر
2/20/2025, 4:49:08 PM

ژوند که ښه وي يا بد تېرېږي. که خفه وې يا خوشحاله هم تېرېږي. که روغ وې يا ناروغ بیا هم تېرېږي. خو تر ټولو سخت په هغوئ تېرېږي چې هيڅ هيله نه لري، له هيلې مې مطلب دا دی چې، مونږ ناشکره يو په څه ناشکره يو پوهېږئ؟!! له يو کس يې وپوښتل قسمت څه ته وايي؟ هغه ورته وويل په نړۍ کې ټول له څلورو زرو څخه زيات دينونه دي نو زه په دوئ کې اللّٰه پاک مسلمان پيدا کړی يم.!! نو فکر وکړه چې ولې مونږ په خپل ژوند کې راضي ونه اوسو.!؟ که مونږ خوشحاله اووسو نو ژوند ډېر ژر تېرېږي. که خفه هم اووسو بیا هم ډېر ژر تېرېږي.. که منتظر پاتې شو په ځنډ تېرېږي! که هر ډول حالاتو سره مخ شو نو ژوند هرو مرو روان دی او تېرېږي.!! نو خبره مې دا کوله چې، که نور نه وي، دا چې مسلمان او د نبي عليه سلام امتيان يو، نو دا ډيره غوره ده خبر ده، راتلونکي ته اندېښنې مه کوئ کار وکړئ او د خدای پاک رضا ترلاسه کړئ.!! فِکر

❤️ 👍 💯 ❤‍🩹 🌹 💝 🖤 😢 🤍 🤭 240
فکر
فکر
2/22/2025, 2:39:24 PM

یو ښه ژباړن باید روانه، طبیعي او اغېزمنه ژباړه وکړي، څو لوستونکی وکولای شي کتاب په خوند او ذوق ولولي. نن مې یو کتاب لوسته، خو چې تر دېرشمې پاڼې ورسېدم، زړه یې را خوړين کړ. 😏 کله چې ژباړه روانه او جذابه وي، لوستونکی کولای شي له موضوع ژور پوهاوی ترلاسه کړي. خو افسوس چې ځینې خپروندویان یوازې د خپلې ګټې پروا لري او هر ډول کتاب، پرته له دې چې د ژباړې کیفیت ته پام وکړي، چاپوي! ایا دا انصاف دی چې لوستونکي ته یو داسې اثر وړاندې شي چې نه یې ژباړه سمه وي او نه یې محتوا جذابه؟ د کتاب خپرونه یوازې تجارت نه، بلکې مسؤلیت هم دی!

❤️ 👍 🌹 💯 😢 ❤‍🩹 🌼 🖤 😂 😮 118
Link copied to clipboard!