فکر
January 30, 2025 at 10:50 AM
وايي، یو سړی چې د ژوند له ستونزو ستړی و، نیت یې کړی و چې ځان وژنه وکړي. خو برخلیک ورته بله پرېکړه منظور وه. پر لار روان و تر څو ځان ووژني، چې ناڅاپه یې سترګې پر یوې سترې کتابخانې ولګېدې. زړهنازړه ور ننوت، د کتابونو له نړۍ سره لومړی ځل و چې مخ شو. یو کتاب یې راواخیست، پاڼې یې واړولې، لوستل یې پیل کړل...
یوازې لس دقیقې وروسته، هغه سړی چې مرګ ته ناست و، د ژوند نوې هیله ومونده. هغه له کتاب سره د الهام اخيستو په هماغه شېبه کې پرېکړه وکړه چې بېرته خپل ژوند ته دوام ورکړي، خپل برخلیک ته خپله نوې بڼه ورکړي.
دا د مطالعې کمال دی! دا د لیکوال د الفاظو جادو دی! دا د پوهې معجزه ده!
نو ګرانو دوستانو، راځئ، مطالعه خپله کړو، د کتابونو سره مینه پیدا کړو، او د علم په رڼا کې خپل راتلونکی روښانه کړو. یوازې د پوهې، مطالعې، او فکر له لارې کولای شو د ځان، ټولنې، او وطن ریښتیني خدمتګاران شو!
فِکر
❤️
👍
🥰
💯
🌹
💝
🖤
153