فکر
February 3, 2025 at 06:55 PM
ځيرک کسان چې له چاسره لږه شېبه هم تېره کړي، پوهیږي چې څوک ښه انسان دی او څوک مازې د ښه توب تمثیل کوي. ځیرک کس بیا له دروغجنو سره ناسته پاسته نه کوي، دوی د ملګرتیا لپاره ریښتینې او ژمن کسان خوښوي. دوی د ملګرو څومروالي پسې نه ګرځي، بلکې څرنګوالي ته یې ځېر وي.
یانې ځيرک کسان د ملګرو د کمیت پر ځای کیفیت ته ډېره پاملرنه کوي. د ښه انسان ملګري ښه او د بدو ملګري هم بد وي، ځکه چې د انسان ذهنیت د هغوی له ملګرو سره نښتی وي. همدا لامل دی چې روني میلنکن ویلي و: "ته دې راته ملګري وښایه، زه به دې ملګرو ته په کتلو ووایم چې ستا راتلونکی به څه ډول وي."
❤️
👍
😂
💯
🍹
💙
📞
🖤
😮
🥰
144