فکر
February 6, 2025 at 07:34 AM
ځینې وختونه، انسان خپل تېر ژوند ته وګوري او داسې احساس کړي، لکه په خپل ذهن کې د کنډوالو په منځ کې ولاړ وي. هره کنډواله یو یاد دی، یو ناکام تصمیم، یو نه پوره شوی خوب، یو له لاسه وتلی فرصت.
موږ ډېری وخت د دې کنډوالو تر سیوري لاندې ژوند کوو، د پښېمانۍ، خفګان او "کاشکې" په زهرجنو فکرونو کې ډوب یو. خو که لږ سوچ وکړو، نو وبه وینو چې دا کنډوالې یوازې د ماتېدو نښې نه دي، بلکې د زدهکړې، تجربه، او د ودې لپاره بنسټ هم کېدای شي.
انسان باید خپل تېر ته د افسوس پر ځای د عبرت په سترګه وګوري. که تېرې ماتې موږ ته یو درس راکوي، نو دا ماتې نه وې، بلکې زموږ د قوي کېدو لپاره یو فرصت و. ژوند تل د مخکې تګ غوښتنه کوي، او که موږ د ذهن له کنډوالو وتل زده نه کړو، نو همدلته به بند پاتې یو.
نو، راځئ چې خپل ذهن د یوه نوي ښار په څېر ورغوو، چیرې چې هیله، هڅه او اراده د نوو ودانیو ته بنسټ ږدي. ژوند تل انتظار نه باسي، نو موږ هم باید شاته نه پاتې کېږو.
❤️
👍
😢
🌹
💐
💯
🖤
😭
🥹
98