ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
January 19, 2025 at 11:27 AM
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص او پوهنې وزارت د ښوونکو بستونو ازموینو اخیستلو اړوند ناسته ترسره شوه. د ازموینو ملي ادارې تخنیکي مرستیال الحاج شیخ رحیم الله حقاني په مشرۍ د دې ادارې رئیسانو او مسؤولینو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص او پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري پنځمو او شپږمو اړوند بستونو ازموینو پر چمتووالي، څرنګوالي، شفافیت، تنظیم او ورته نورو چارو بحثونه او خبرې ترسره شوې او لازم تصمیمونه ونیول شول. د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري پنځمو او شپږمو بستونو ازموینې په څلورو پړاونو کې اخیستل کېږي، چې په لومړي پړاو کې (بلخ، بدخشان، کندز، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بغلان، غور او دایکندي) ولایتونه شامل دي. یکشنبه، ۳۰ جدي ۱۴۰۳ هـ.ل
❤️ 👍 35

Comments