
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
32.1K subscribers
About ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
په افغانستان کې د ټولو ټولیزو ازموینو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پاڼه صفحه معلوماتی تمام امتحانات جمعی در افغانستان
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

په نورستان ولایت کې د ١٤٠٤ کال کانکور ازموینه کې ګډون په موخه ځوانان د بایومتریک معلومات ثبتوي. سبا جمعه د غبرګولي ٣٠مه به په یاد ولایت کې د کانکور ازموینه واخیستل شي. د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو په هڅو سږ کال په مرکزي نورستان سربېره شرقي او غربي نورستان کې هم د کانکور ازموینو حوزې برابرې شوي چې له امله یې په یاد ولایت کې ځوانانو ته پوره اسانتیا رامنځته شوې. په تېرو کلونو کې به د شرقي او غربي نورستان ځوانان هم د ازموینې لپاره مرکز پارون ته راتلل چې د لارې اوږدوالی له امله به د ډېرو ستونزو سره مخ وو.


نن په ننګرها او کنړ ولایتونو کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو. په ننګرهار ولایت کې د یادې ازموینې پرانیستې مراسم د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني او یاد ولایت بېلابېلو ادارو مسؤولینو په حضور کې ترسره شول. ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني کانکور ازموینه د ځوانانو د تحصیلي ژوند لپاره مهمه مرحله یاده کړه او په یاده پروسه کې یې د ځوانانو له ګډون څخه خوښي وښوده. ازموینو ملي ادارې مشر وویل د خوښۍ ځای دی چې سږ کال د تېر په نسبت په ننګرهار او نورو ولایتونو کې کانکور ازموینې ته زیاتو ځوانانو نوم لیکنه کړې چې دا د پوهنتونونو، استادانو او په ټوله کې د نظام او ولس لپاره د خوشحالۍ ځای دی. شیخ حقاني وویل: ((د ولس بچي له موږ سره امانت دي او استادان باید دې خبرې ته کلک متوجې شي څو دغه ځوانان په اسلامي او افغاني فکر داسې وروزل شي، چې په راتلونکي کې د هېواد خودکفایې تضمین کړي.)) نوموړي همدارنګه ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې په کانکور ازموینه کې د تېر په پرتله ډېر سهولتونه رامنځته شوي، پروسې نورې هم شفافې شوي او هر ځوان ته به د هغه له استعداد سره سم خپل حق رسیږي. د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې په دویم دور کې د ننګرهار، کنړ، خوست، لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، فراه، پکتیا او نورستان ولایتونه شامل دي چې په پاتې لسو ولایتونو کې به سبا او بل سبا د کانکور ازموینې اخیستلو پروسه پیل شي.


نن دوشنبه د غبرګولي ۲۶مه په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه پیل شوې. د کانکور ازموینې په دویم دور کې پر ننګرهار او کنړ سربېره خوست، لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان، پکتیا، نیمروز، زابل، فراه او نورستان ولایتونه شامل دي. په خوست، لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان او پکتیا ولایتونو کې به سبا سه شنبه(غبرګولي۲۷مه) د ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبتولو پروسه پیل شي او دوه ورځې به دوام وکړي، په همدې ترتیب نیمروز، زابل، فراه او نورستان ولایتونو کې به د پنج شنبې په ورځ(غبرګولي۲۹مه) بایومتریک معلومات ثبت او د جمعې په ورځ به په کې ازموینه واخیستل شي. د ازموینو ملي ادارې مسؤولین او تخنیکي کارکوونکي ټولو ولایتونو ته په سفر تللي او په اړوندو ولایتونو کې یې د ولایتي ادارو او همدارنګه امارتي پوهنتونونو په همکارۍ د کانکور ازموینې ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیولی. د یادونې وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې له لورې ګډونوالو ته د ازموینې په تړاو د عامه پوهاوي ټولګي هم په نظر کې نیول شوي او د متخصصو استادانو له لورې ګډونوالو ته په منظم ډول ازموینې سره د بلدتیا په موخه معلومات ورکول کیږي. د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه په پنځو دورونو کې تنظیم شوې چې لومړی دور یې مخکې په ۱۱ ولایتونو کې اخیستل شوی او په دویم دور کې ۱۲ ولایتونه شامل دي چې د راتلونکې جمعې تر ورځې به په کې ازموینه واخیستل شي.
