ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
February 12, 2025 at 11:44 AM
ازموینو ملي ادارې له لورې د پوهنې وزارت اړوند ښوونکو او اداري کارکوونکو ازموینې بهیر کې د دریم پړاو یوولسو ولایتونو کې د ازموینو ګډونوالو ته کارتونه ووېشل شول او بایومتریک معلومات یې ثبت شول. په دغه بهیر کې (ننګرهار، پکتیا، لغمان، نورستان، فراه، نیمرزو، بادغیس، هلمند، ارزګان، خوست او کندهار) ولایتونه شامل دي. د ازموینو ملي ادارې ممتحن پلاوو او تخنیکي ټیمونو په ټولو مربوطه ولایتونو کې نن او په تېرو دوو ورځو کې د کارتونو د وېش او بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ په منظم ډول ترسره کړه او ټاکل شوې سبا پنج شنبه او بل سبا د جمعې په ورځو(سلواغې۲۵ او ۲۶ ) په کې د ازموینه واخیستل شي. د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو او اداري کارکوونکو ازموینه په څلورو دورو کې تنظیم شوې ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې اخیستل شوې او د دې (دریم) دور په اخیستلو سره به یاده پروسه په ولایتونو کې بشپړه او په وروستي دور کې به په مرکز کابل کې هم واخیستل شي.
❤️ 👍 19

Comments