المرصاد پښتو
January 21, 2025 at 08:57 AM
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d9%88-%d9%be%d9%8a%da%98%d9%86%d8%af%d9%86%d9%87-%d8%af%d9%88%db%8c%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/ *د خوارجو پيژندنه!* *دویمه برخه* *راشد شفيق* په تېره برخه کې مو د خوارجو په تعریف او نومونو بحث وکړ، دلته یې يو څو نور نومونه هم را اخلو. ۲:- الحروریه: دا نوم هغو کسانو ته منسوب دی چې د حضرت علي رضی الله عنه له پوځ څخه جلا شول او د کوفې په نږدې سیمه "حروراء" کې یې ځانونه ځای پر ځای کړل، دې ډلې ته د دې سیمې په نوم نسبت ورکړل شو، امام اشعري رحمه الله په خپل کتاب "مقالات الأشعری" کې وايي چې هغوی ځکه الحروریه وبلل شول چې د خپل پیل په وخت کې یې په حروراء کې ځای نیولی و. ۳:- الشُّراة: علامه اشعري رحمه الله فرمايي: خوارجو ددې وجهي نه دا نوم ځان ته غوره کړ چې دوی خپل په فکر او أند ځانونه د الله جل جلاله په اطاعت کې خرڅ کړي دي، یعنې ځانونه یې د جنت په بدل کې پلورلي دي. ۴:- المارقة: دوی ته دا نوم ځکه ور کړل شوی چې د حضرت علي رضی الله عنه له پوځ څخه جلا شول، شهرستاني په خپل کتاب "الملل والنحل" کې وايي: هغوی هغه مارقه دي چې په نهروان کې سره راټول شوي و. ۵:- المُحَکِّمة: دا نوم هغه وخت خوارجو ته ورکړل شو چې دوی د حکمیت څخه انکار وکړ او و یې ویل: «لا حکم الا لله»، لکه څنګه چې په "مقالات الاسلامیین" کې یادونه شوې. دا د خوارجو نومونه او لقبونه دي، دوی دا ټول نومونه خوښوي، پرته له "المارقة" چې دوی یې نه مني، امام ابوالحسن اشعري رحمه الله فرمايي: «دوی دا ټول لقبونه مني، خو د المارقة لقب نه مني، ځکه چې دوی ځان د دین څخه د وتونکو په څېر نه ګڼي.» د خوارجو پیل او ظهور: :- د خوارجو د ظهور پیل کله وشو؟ د خوارجو د پېل په اړه تاریخ پوهانو بېلابېل نظرونه ورکړي دي چې دهغوی څخه مهم نظرونه دا دي: لومړی نظر: بعضي علماء وايي د خوارجو لومړنی شخص "ذو الخویصرة" یا "عبدالله بن ذو الخویصرة التمیمی" ګڼل کېږي، نوموړي د غنیمت د وېش په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پرېکړې اعتراض وکړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر عدالت یې نیوکه وکړه. په بخاري شريف کې د دې حدیث ذکر داسي راغلی دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې برخې وېش کاوه چې ذو الخویصرة ورته وویل: «ای د الله رسوله، عدل وکړه!» رسول الله ورته وفرمایل: «هلاکت دې وي، که زه عدل ونه کړم، نو بیا څوک عدل کوي؟» عمر رضي الله عنه غوښتل چې هغه ووژني، خو رسول الله ورته اجازه ور نه کړه او و یې فرمایل: «هغه پرېږده، ځکه چې د هغه د نسل څخه به داسې خلک پيدا شي چې ستاسو لمونځونه او روژې به د هغوی د عبادت په وړاندې کم ښکاري، خو هغوی به له دین څخه داسې وځي لکه څنګه چې غشی له هدف څخه تېرېږي.» د همدغه حديث پراساس بعضي علماء قائل دي چې ذو الخویصرة د خوارجو لومړنی بنسټګر و، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د قتل اجازه د خلکو د زړونو د نرمولو لپاره ورنه کړه. دویم نظر: قاضي علي بن ابي العز الحنفي الدمشقي رحمه الله په خپل کتاب شرح العقیدة الطحاویه کې وايي چې خوارج د عثمان رضي الله عنه په خلاف د لومړۍ فتنې پر مهال راپیدا شول، کومه فتنه چې د هغه په شهادت پای ته ورسېده. دریم نظر: د خوارجو پېل هغه مهال وشو چې دوی د علي رضی الله عنه له پوځ څخه جلا شول او پر هغه یې خروج وکړ، دا نظر د ډېرو علماوو ترمنځ مشهور دی، امام اشعری رحمه الله د خوارجو تاریخ داسې بیانوي چې هغوی د علي رضی الله عنه په خلاف پاڅون وکړ او په دې اړه یې ویلي: «هغوی ځکه خوارج نومول کېږي چې د علي بن ابي طالب رضی الله عنه په وړاندې راپاڅېدل.» نو د خوارجو نوم د حضرت علي رضی الله عنه په وړاندې د راپاڅېدونکو لپاره دومره مشهور شو چې پرته له دې یادونې یې بل څوک نه ګڼل کېدل.
❤️ 👍 27

Comments