المرصاد پښتو
6.8K subscribers
About المرصاد پښتو
المرصاد د فکري مبارزې محکم سنګر!
Similar Channels
Swipe to see more
Posts
https://x.com/Almirsad_Pashto/status/1923032756994421194?t=j9tVGWf11GBJ8HTVegPVTA&s=19 *المرصاد ادارې د ځوان نسل د اذهانو د تنویر او پوهاوي په خاطر د دکتور علي محمد الصلابي د کتاب (خوارج؛ پیدايښت، صفات، عقاید او افکار یې) غږیږې لړۍ په دوام پنځمه برخه نشر ته وسپارله.*
https://almirsaad.com/%d9%84%d9%87-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%aa%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%84-%d8%af%d9%88%db%8c/ *له نړیوالو سره د اسلامي امارت تعامل!* *دویمه او وروستۍ برخه* *وليد ویاړ* له بله اړخه د تاریخ په بهیر کې داسې بېلګه شته چې یو ملي حکومت دې د خپلو خلګو له ارادې او ملاتړ پرته بشپړ حاکمیت تر لاسه کړي؟ د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنۍ اصلي راز دا و چې دا د ولس غوښتنه وه، هغه ولس چې د جمهوریت له شعارونو، پردي پالو مشرانو او د هغوی د ملاتړو بهرنیو پوځي اشغالګرو څخه تر پزې راغلی و او داسې موقع یې کتله چې نور د خپل دین او ملي کلتور په لمن کې د یوه اسلامي حاکمیت خاوند شي. داسې مشران ولري چې د همدې، خاورې، جومات او حجرې اوسېدونکي وي، نه د امریکا، اروپا او نورو بهرنیو هېوادونو پاسپورټ لرونکي او نېکټايي پوش پردي پال کارپوهان او متقاعد مامورین چې د خپل کار اصلي ظرفیت یې د نورو په چوپړ کې تېر کړی او د تقاعد عمر تېرولو لپاره له کورنۍ پرته افغانستان ته د خدمت په نوم د غلا او فساد لپاره راځي. د اوسنۍ نړۍ اکثره حکومتونه چې پر نړیوالو ستېجونو او ناستو کې د خپل ملي مشروعیت او محبوبیت شعارونه ورکوي، په حقیقت کې د هغې تشې د ډکولو هڅه کوي چې د یوه تاریخي پېغور او حقیقت په توګه د دوی د واک او تسلط په اډانه کې نغښتې ده، ځکه چې اکثره یې استبدادي او د یوه بهرني ملاتړ او ماموریت پر مټ واک ته رسېدلي او کېدی شي یوه پروژه هم ورته ووایو، ځکه خو نړیوال سازمانونه او امنیت شورا د افغانستان د اسلامي امارت په اړه هم همداسې ناوړه فکر کوي، چې مطلق خلک او خپله د دوی د وضعه کړو دیپلوماسیو د تعریف خلاف دی. په افغانستان کې اوسني امنیت، ټولنیز ثبات او د بیا رغونې روانو پروژو ته، چې په ملي بودیجه تر سره کړي، په پام سره څنګه امکان لري چې دا ټول اساسي کارونه دې له ملي ملاتړ او مشروعیت څخه پرته تر سره شي؟ دلته بل بحث هم د اسلامي نړۍ دی او د اسلامي امارت بریالیتوب د هغوی له څېرې څخه هم هغه نقاب پورته کړی چې دوی ټول د امریکا او غرب په اشارو څرخېږي، ځکه یې تر اوسه د امارت د رسمیت پېژندنې لپاره یوه اشاره هم نه ده کړې او د هغه سیاسي او اقتصادي ډار تر چتر لاندې ژوند کوي، چې د عدم رعایت په صورت کې یې واکمني او ګټې تر پوښتنه لاندې راځي، کنه په دې خو ډاډمن دي چې د افغانستان اوسنی نظام د اسلامي نظام، امنیت او ولسي ملاتړ یا ملي مشروعیت یو بېلګه ییز او ایډیال نظام دی. دا چې افغانانو له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د جګړې د ختم او سراسري سولې غوښتنه کوله، دا غوښتنه یې خدای جل جلاله د امارت په راتګ سره پوره کړه، نور که نړۍ هر څومره دوه مخي او له خپلو وضعه کړو اصولو سرغړونه کوي، په خپل تېر او راتلونکي تاریخ تور داغونه زیاتوي، کنه د افغان ولس ارمان پوره شوی دی، که نړیوالتوب او نړیوال رسمیت په دې معنی وي چې یو ځل بیا دې زموږ هېوادنی او حتی شخصي حریم هم تر پوښتنې لاندې راشي، افغانستان دې د هر ډول وسلو او سیاسي ستراتیژیو د تطبیق او عمل رابراتور وي؛ نو بیا دې پر داسې نړیوال رسمیت لعنت وي. زموږ د ملي مشروعیت ګټه او ثمر خپله موږ ته رسېږو، همدا چې د نړیوالو له شر څخه بېغمه وو، دا هم لویه خبره ده، پاتې شوه د هغه رسمیت خبره چې نورو اسلامي هېوادونو ته ورکړل شوی دی، دا بیا که نن نه شو؛ نو سبا به خامخا نړۍ دې حقیقت ته لمن ږدي، چې یوه لویه برخه ابتدايي کار یې همدا اوس د سیمې او ګاونډیو له څلوېښتو زیاتو هېوادونو سره د تعامل او سیاسي استازولیو پر مټ تر سره شوی دی او نور به هم پراخېږي. د ګاونډ او سیمې هېوادونه په تېرو درېیو کلونو کې په دې باوري شوي چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست، متعادل، اقتصاد محوره او پر واقعي همکاریو او عدم مداخله ولاړ سیاست دی، دوی ته نه یوازې تاوان نه رسوي، بلکې خپلې ملي او نړیوالې ګټې یې هم په کې خونديتوب لري. ځکه خو په ډاډ سره ویلای شو، چې زموږ لپاره اوسمهال تر ټولو ګټور او اړین کار د رامنځته شوي ملي یووالي ټینګښت او پر هغه ملي مشروعیت ولاړ درېدل دي چې اسلامي امارت ته خپلو په دین او هېواد مینو خلکو ورکړی دی او په هر اقدام او کړنه کې یې په مېړانه ننګه هم کوي، په بل عبارت که د نړیوال رسمیت بیه بیا هم د ملي پخلاینې، ثبات او شرعي مشروعیت له لاسه ورکول وي؛ نو هېڅ عاقل انسان، چې د افغانستان د معاصر تاریخ او شخړو د حقیقت درک ولري، یوې داسې ناوړه معاملې ته زړه نه ښه کوي.
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%b4%d9%87%d9%8a%d8%af-%da%89%d8%a7%da%a9%d9%bc%d8%b1-%d9%81%db%8c%d8%b5%d9%84-%d9%85%d8%b4%d8%a7%d9%84-%d8%aa%d9%82%d8%a8%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af/ *د شهيد ډاکټر فیصل "مشال" (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!* پيژندنه: شهید ډاکټر فیصل مشال د مدیر همیشه ګل زوی، د شهید شیرګل لمسی، په ۱۳۷۹ هـ.ش کال د وردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ، د مملو کلي د شهید شیرګل خان په جهاد پاله، دین پروره او متدینه کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې. زدهکړې: شهید ډاکټر فیصل مشال خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي له ملا امام څخه پیل او په ۱۳۸۶ هـ.ش کال د خالد بن ولید رض په عالي لېسه کې شامل شو. د لیسې د درسونو تر څنګ یې د قرآن عظیم الشان حفظ د عبدالله ابن مسعود رض په دارالحفاظ کې پیل کړ او په ۱۳۹۷ هـ.ش کال له دولسم ټولګي څخه فارغ شو، له فراغت وروسته یې په کابل کې متوسط طب شروع کړ. اخلاقي ځانګړنې: ځیرک، تقواپاله، زړور، د ذکر او عبادت څښتن، او د ملګرو ترمنځ د اعتماد وړ مجاهد و. جهادي مبارزه: لا یې د ژوند غوټۍ د ځوانۍ په درشل قدم نه و اېښی، چې د جهاد مینې ورباندې غلبه وکړه، او د خپل شهید شوي ورور خالي سنګر دې ته پرېنښود، چې په آرامه او ګرمه حجره کې استراحت وکړي، بلکې ده هم د ورور او نورو باتورو ځوانانو په شان ځان د شهید نافذ تقبله الله د کاروان له ملګرو سره یو ځای او خپله جهادي مبارزه یې په ډېر کم عمر کې پیل کړه. د کورنۍ قربانۍ: مشر ورور یې ویل: د ده عمر کم و ان پنځلس کلن هم نه و او بل دا چې زموږ کورنۍ څلور شهیدان ورکړي وو. درې د کاکا زامن او یو هم ورور، د کاکا زامن: شهید صفت الله حقیار د کندهار تعلیم او تربيې ته بریالی شوی و، شهید عظمت الله عظمي دولسم ټولګي متعلم و، شهید عنایت الله همت د هلمند زراعت لوست، او شهید لطف الله مشال د کندهار د اقتصاد پوهنځۍ د دریم ټولګي محصل و. د شهیدانو د سر په قطار کې مو قرار درلود. د غم کاسه مو ډکه وه، نور مو توان نه درلود، چې د ځوانانو غم وزغَمو ځکه مې ده ته اسرار کاوه، چې ته خپلو درسونو ته متوجه اوسه خپل درس ووایه، ته تر اوسه ماشوم او صغیر یې، ده راته نرمه موسکا وکړه او راته مخ یې کړ، ویل یې آيا ته نه غواړې ستا کوچنی ورور د الله ج په حضور کې ټوک، ټوک ولاړ وي، د خپل ورور او د کاکا زامنو سره یو ځای شي او زیاته یې کړه، چې ته د همدې عصر ځوانان وګوره! کوم افعال دي چې دوی یې نه کوي او زه هم د هغې ځوانانو په حال افسوس کوم او بس؛ نو ماهم ور زیاته کړه، چې فیصل جانه! الله ج د سره له ټولو غازیانو مل او ملګری شه. د جهاد په ډګر کې: مخکې مو وویل: چې ډاکټر فیصل مشال خورا ځیرک، هوښیار او د پوره حوصلې خاوند و او په هر حالت کې یې د رب العلمین ذکر کاوه، په همدې وجه به ملګرو حتما هر کمین او تعرض کې د ده په شتون اسرار کاوه، تر څو دی موجود وي، ځکه دده په کم عمر کې شجاعت او تقوا دارۍ په ټولو ملګرو کې خاص ځای درلود. نوموړی د خپلې جهادي مبارزې د لوړاوي په خاطر له ملګرو سره یو ځای فزیکي تمرینات ترسره کول، ترڅو د دښمن پر وړاندې د یو ښه بیداره، ځیرک او مقاوم مجاهد په توګه خپله مبارزه ترسره کړي، شهید ډاکټر فیصل مشال به په ټولو نظامي تحرکاتو کې د خپلو مشرانو او ملګرو تر څنګ د یو باتجربه، ځیرک او زړور مجاهد په حیث رول ادا کاوه. د ده یو تن ملګری زياتوي: په نظامي ډګر کې دده د زیاتو سرښېدنو، زړوړتیاوو او نظامي تکتیکونو عيني شاهد یم. شهید ډاکټر فیصل مشال به په هر ډول نظامي عملیاتو او سختو حالاتو کې د مشرانو او نورو ملګرو تر څنګ د اعتماد یوه بلګه و. شهید ډاکټر فیصل مشال به تل د اسلام او مسلمانانو د هر ډول دښمن پر وړاندې تر ټولې د سختې او کارنده مبارزې تکل درلود. ددې تر څنګ چې په خپله سیمه کې یو فعال مجاهد و، په کابل کې د متوسط طب یو تکړه، با استعداده، هوښیار او تقوا داره محصل هم و. ورور یې ویل: د ده تر شهادت وروسته کوم بلند منزل کې، چې د فیصل مشال اطاق و، هغې ته زه ورغلم، که د اطاق کرایه پرې پاتې وي هغه به ورکړم. نو یاد کس له ځانه سره کښېنولم او دده د دیانت، تقوا او پرهیز ګارۍ په اړه یې مجلس پداسې حال کې راسره پیل کړ، چې له سترګو یې د اوښکو سېلاب جاري او په ژړغوني غږ یې مجلس ان تر دوه ساعته پورې اوږد کړ او ویل به یې چې که ټوله ورځ دده په اړه خبرې وکړم او یا دده له دیانت، تقوا، پرهېزګارۍ او خوش اخلاقۍ څخه ووایم بیا هم نه تمامېږي او زه پدې سوچ کې ډوب وم؛ ما ویل چې سکه ورور یې شهید شوی. تر مجلس وروسته مې ور زیاته کړه، که په فیصل جان باندې ستاسې دَین (قرض ) وي زه آماده یم چې اداء یې کړم، تر سلګو وروسته یې زیاته کړه، د هېچا دَین نشته ورباندې. د بسترې خبره مې ور یاده کړه، ما ورته ویل: د فیصل جان بستره مور جانې غوښتې ده او غواړم له ځانه سره یې یوسم. ښه شېبه يې وژړل وروسته یې وویل: هغه زه د یو یادګار په ډول له ځانه سره ساتم، هر څه اسرار مې وکړ خو امکان نه و چې کور ته یې له ځانه سره یوسم. اخلاق او ټولنیز سلوک: له ټولو مجاهدینو، کلیوالو او عامه مسلمانانو سره یې داسې رویه کوله، تا به فکر کاوه د کلونو شناخته یې دی. له اخلاقي اړخه که څومره هم د شهید فیصل مشال تقبله الله یادونه وشي او یایې زه په اړه لیکنه وکړم، بیا به دده له اخلاقي بُعد یا برخې څخه کمه وي. د شهید فیصل مشال د ټولې مبارزې، قربانیو او هلو ځلو یوازنۍ موخه او هدف د الله ج پر ځمکه د الهی قوانینو نفاذ او د یو سوچه سپڅلي اسلامي نظام جوړښت و. شهادت: شهید فیصل مشال تقبله الله د وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په زیاتو تعرضي عملیاتو کې د شهادت په تکل فزیکي حضور درلود. تر څو د شهادت ویاړ ترلاسه کړي او د خپل رب ج سره ملاقي شي. خو د رب العلمین فیصله بله وه. بلکي الله ج مجاهدینو ته ستره بریا (فتحه) ور په نصیب کړه او له خپلو هم سنګره ملګرو سره یو ځای کابل ته داخل شو، له فتحې ورسته یې له مشرانو غوښتل ترڅو د باغیانو په مقابل کې خپل اصلي هدف د شهادت لوړ او عزتمند مقام تر لاسه کړي، خو د ملګرو لخوا اجازه نه ورکول کېده او شهېد فیصل له وخته د شهادت جام ته تږی ناست و. بلآخره د مبارکې فتحې په جریان کې دوی ته د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون د امنیت نېونې امر وشو، تر څو د یاد رغتون امنیت خوندي وساتي او دوی هم د مشرانو امر ته لبیک ووایه او خپل مسوُلیت ته یې ادامه ورکړه. لا به د مبارکې فتحې درې میاشتې نه وې تېرې شوې، چې شهید فیصل مشال تقبله الله د غرمې پرمهال په قراول کې پهره کوله، تر څو نور ملګري خپله غرمني په آرامه نوشجان کړي، د ملعونو داعشیانو انتحاري پر موترسایکل سپور کس په قراول باندې انتحاري حمله وکړه، ددې کرغېړن او شوم هدف په نتیجه کې شهید فیصل مشال خپله اصلي تمنا پوره او د حقیقي سفر په لور له خپل رب ج سره ملاقي شو. نَحسَبُهم کَذالِک وَالله حَسَیبُهُمْ. خاطرې: لومړۍ خاطره: د ورور له خولې : په کور کې شهید ډاکټر فیصل مشال زموږ کشر ورور و، په مورجانه هم ډېر ګران و، اما په کورنۍ که به چې کله کومه خبره مینځ ته راغله، ده به حل او فصل کوله او یا به یې پلار، مور یا د کورنۍ نورو غړو ته داسې مشوره ورکړه، تا به ویل چې دا مشوره یا فیصله یو غټ شخصیت یا د جرګو فیصله کولو کوم مَلَک کړیده. په عُمر کوچني و اما په ذهن او فکر بیا د کورنۍ مشر و. دوهمه خاطره: موږ په اومه حوزه کې وو او دوی په څلور سوه بستریز روغتون کې، د غرمې وخت و، زه له فیصل مشال سره په ټلېفوني خبرو بوخت وم، را ته ویل یې: په والیبال کې مې لاس خوږ شوی، ډاکټر ته مې نوبت نیولی ورورسته له یوې نیمې بجې نوبت رارسېږي، د لاس تداوي کوم. تر دې وروسته یې وویل: بیا به وروسته ګفه کوو. ماته هم ملګري ډوډی ته انتظار و، کښېناستم او ډوډی مو پیل کړه، لږ وروسته ملګري ته ټليفون راغی ورته ویل یې: عبدالحق څلور لارې سره چاودنه وشوه، هغې موبایل بند کړ، ما ویل فیصل ته یاده سیمه نیږدې ده، زه به معلومات وکړم موبایل مې OK کړ زنګ نه ورته کېده، بل ملګري ته زنګ راغی هغه ته وویل شول، څلور سوه بستریز روغتون کې چاودنه وشوه، دې سره مې د زړه ضربان زیات شول، وارخطا شوم په بیړه مې فیصل جان ته زنګ وکړ، خو ځواب یې رانه کړ، بیا، بیا مې کوښښ وکړ، دې سره مې څلورم ځل زنګ وواهه، موبایل یې اوکې کړ، ما ورته وویل: فیصله جوړ یې!! خیرت خو به وي! هله زر کوه ځواب راکړه! له هغې خوا مې داسې غږ واورېد، لکه د اسرافيل ع شفېلۍ چې زنګ وهلی وي، ځای پرځای پر ځمکه راپرېوتم، ښه شېبه چوپتیا خوره شوه، خپلې هیلې مې په اوږو رابار شوې، له ځان سره مې ویل: نور به فیصل جان په دې نړۍ کې نه وي، اخ ورورکه زه د چا ته پرېښودم، زه به په خپلو اوږو ستا پنځمه جنازه کور ته څنګه وړم، مورجانې سره به څنګه مخ کېږم، پوهېږئ هغه په تلېفون کې څه راته ویل: ویل یې فیصل شهید شو!!! اوس مې هم هغه آواز په غوږونو کې انګازې کوي، له ځان سره تکراراً وایم، فیصل شهید شو، فیصل شهید شو. فیصل... ورور یې ویل: زموږ خوږه مور جانه تل وایي: د یوه زوی د استراحت بستره مې کندهار کې پاتې شوه او د بل زوی بستره مې کابل کې پاتې شوه. دا خبره یې موږ هم کله، کله وژړوي. هغه وایي: د زامنو بسترې مې راته راوړئ! کله، کله خو به یې د دیدن تنده پرې ماتوم. یادونه: دواړه شهیدان وروڼه محصلین وو.
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%ae%d8%b1%d8%a7%d8%b3%d8%a7%d9%86-%da%85%d8%a7%d9%86%da%ab%d9%87-%d9%84%d9%88%d9%85%da%93%db%8d-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/ *د داعش خراسان څانګه!* *لومړۍ برخه* *اسلم خراساني* هغه ډله چې ځان ته یې داعش نوم غوره کړی، په خپل زېږېدلي ټاټوبي کې د ترهګرۍ او وېرې خپرولو په فعالیتونو پيل وکړ او څه موده یې هلته خپل شوم او ناوړه حضور ته دوام ورکړ؛ خو د وخت په تېرېدو، دوی د ډېرو سختو سیمهييزو او نړیوالو ستونزو او ننګونو سره مخ شول، چې همدا حالت د دوی بنسټونه ولړزول، نظم او سیستم یې ورته ټکنی او ګډوډ کړ. داعش، چې تل د ورانکارۍ او ناوړه موخو پټ ارمانونه له ځانه سره لرل او لري؛ هڅه وکړه چې خپل شوم پلانونه نورو سیمو ته هم وغځوي، تر څو د فساد او وېرې لمن پراخه کړي. د همدې هدف لپاره، دوی له مخکې نه پلانونه ترتیب کړل، چمتووالی یې ونیوه او د اسلامي هېوادونو نورو برخو ته یې مخه کړه، هلته یې د خپل ناپاک فکر تخم وشینده؛ هغه فکر چې له وجوده یې تباهي، فساد او بربادي څاڅي او له هېڅ اسلامي ایډیالوژۍ سره یې هیڅ ډول همغږي نه لیدل کېږي. داعش د دې پر ځای چې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو پیغام خپور کړي، کوښښ یې وکړ چې خلک له دین او د بشر د نجات لپاره د رالېږل شویو آسماني تعلیماتو څخه کرکه پیدا کړي، دوی د ارتداد او له دین څخه د مخ اړولو زهرجن فکرونو ته وده ورکړه، تر څو د خلکو په زړونو کې له دین سره دښمني وزېږي. دا د حیرانتیا خبره نه ده چې دا ډول فکر د اسلام له اصلي روح سره دومره په ټکر کې دی، چې هر څوک که لږ هم د دوی په اړه څېړنه او پلټنه وکړي دا حقیقت به ورڅخه پټ پاتې نه شي. د «خراسان ولایت اسلامي دولت» هغه څانګه ده چې د داعش له مرکز (عراق او سوریه) سره تړلې ده، دا څانګه د دې موخې لپاره رامنځته شوې چې د افغانستان په خاوره کې د فساد او وحشت تخم وشیندي او خلک د اسلامي جهاد له نوم او مفهوم څخه بېزاره کړي. داعش چې د وېرې خپرولو له لارې شهرت ترلاسه کړی، په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې د نفوذ ساحې جوړولو هڅې کوي، په ځینو سیمو کې، د خلکو له همکارۍ برخمن شوی او هلته یې خپل پټ او تور ځواکونه تنظیم کړي، خو له دې ټولو پلانونو او هڅو سره سره، د اسلامي نړۍ ډېر هېوادونه داسې دي چې د دې تور تفکر لپاره یې هېڅ ځای نه پرې ایښی او نه به پرېږدي. ولې داعش باید څانګې ولري؟ هره هغه ډله یا فکر چې غواړي خپل نفوذ پراخ کړي، اړ ده چې د ځان لپاره مختلفې څانګې، نومونه او بڼې ولري، تر څو په بېلابېلو سیمو کې ځان ته ځای ومومي، داعش هم چې د کلونو راهیسې د اسلامي ارزښتونو ضد یو تفکر خوروي، اړ شو چې خپل فکرونه د سیمې د شرایطو سره سم، په بېلابېلو نومونو، بڼو او جامو کې وړاندې کړي، له همدې امله یې د «داعش خراسان» تر نامه لاندې، دا پلید فکر افغانستان ته وارد کړ؛ هغه هېواد ته چې تل د مجاهدینو د خوځښتونو مرکز پاتې شوی او د اسلامي امت لپاره د امید څراغ ګڼل شوی دی. په پراخه کچه د وېرې خپرول، یو پخوانی سیاسي ـ نظامي تاکتیک دی، چې د سیمې او نړۍ ډېری ځواکونه یې تجربه کوي، په ننني سیاسي ډګر کې، چې نظامي بڼه یې غالبه شوې، د نفوذ پراخوالی یوه مهمه وسیله بلل کېږي. داعش هڅه کوي چې له بېلابېلو سیمو څخه ګټه واخلي، تر څو د نفاق او وحشت تخم خپور کړي، دا یو له هغو لاملونو څخه دی چې دوی ته د یو څه کامیابۍ بڼه ورکړې، خو تاریخي شواهد ښيي چې دا ډول اندونه، که څه هم موقتي پرمختګونه ولري، بالاخره له ماتې سره مخ کېږي. داعش افغانستان ځکه غوره کړ، چې دا خاوره د تاریخ له سترو اتلانو، مجاهدینو او مبارزینو د زېږېدنې ځای ګڼل کېږي، هغوی دا ګومان کوي، که دا نه ماتېدونکی هېواد تر کنټرول لاندې راشي، نو کولای شي خپل افراطي فکرونه په آسانۍ سره پلي کړي. افغانستان هم په واقعي توګه او هم د نړیوالو په نظر، یوه ستراتیژیکه او جیوپولیتیکي سیمه ده؛ داسې سیمه چې تل د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو د پام وړ سیمه پاتې شوې، داعش هم د دې حقیقت پر بنسټ پوه شوی چې دا خاوره، له خپلو ځانګړو موقعیتونو او د اصولو پابند وګړو سره، باید تر واک لاندې راولي، ځکه که دا کار ورته بریالی شي، نو دا به د دوی لپاره یو ستره او تاریخي لاسته راوړنه وي.
https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d8%9b-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%d9%be%d9%87-%d9%86%d9%88%d9%85-%d8%af-%d8%ba%d8%b1%d8%a8-%d8%ac%d9%88%da%93%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%90-%da%89%d9%84%d9%87-%da%85/ *داعش؛ د اسلام په نوم د غرب جوړه شوې ډله!* *څلورمه برخه* *جنید* په تېر وخت کې اسلام هېڅکله دومره نه و ننګول شوی، لکه دا مهال چې له داخل نه ننګول کېږي؛ نو په همدې وجه پر موږ واجب ده چې په دې اړه ځواب ووایو او زموږ دا ځواب به هم عقلي وي او هم منطقي، د داعش (ISIS) ایډیالوژي د منطق پر یوه داسې پېچلي سیسټم ولاړه ده چې سپېڅلي نصوص د کلام له سیاق نه جلا کوي، او همدا راز د دوی ايډيالوژي له داسې بې ځایه حیلو څخه عبارت ده چې د دوی له منحرفو ذهنونو څخه سرچینه اخلي. داسې ډېر دلایل شته چې د داعش ادعاوي له منځه وړي او له شریعت سره د دوی چلند برملا کوي؛ خو دغه دلایل په هغو نصوصو کې نغښتي دي چې عادي لوستونکي لاسرسی نه لري او نه پرې پوهېږي، مونږ د عوامو د ښه پوهولو لپاره د داعش او د هغوی د وحشت په وړاندي د سني مسلمانانو دریځ روښانه کړی. همدا راز دا د داعش په مخالفت کې عقلي او منطقي هڅه ده، یوازي د دې لپاره نه چې د دوی پر کمزورو روایتونو باندي رد وسي، بلکې د دې لپاره هم چې د دې ډلي دیني دریځ او د دوی له خوا د اعلان سوي خلافت په اړه په ډېر احتیاط سره به په داسي مضبوطو دلایلو سره ثابت کړو چې دا اسلامي دولت نه، بلکې دا د جنایتکارانو او د غرب جوړه شوې یوه بې لارې ډله ده چې د کرکي، نفرت او همدا راز د قدرت تندي رامنځته کړې ده، او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اسلام هسې د یو پلمې په توګه کاروي. په دې روان بهیر کې به ان شاءالله زموږ رد پر داعش د څو بېلا بېلو ډلو لپاره په پام کې نیول سوی وي: اول د هغو مسلمانو ځوانانو لپاره چې د داعش له پرو پاګند نه متاثر سوي دي، په داسې حال کې چې هېڅ قانوني ځواب نه لري، دوهم د هغو مسلمانانو لپاره چې د داعش له خوا د رامنځته شویو مذهبي او شرعي ننګونو په اړه د ځواب موندلو په لټه کې دي. دریم د هغو ځوانانو لپاره چې تازه له داعش سره یو ځای کېږي؛ تر څو په دې ثابتولو کې مرسته ورسره وسي، چې داعش د اسلام څخه منحرفه ډله ده، او د دې ډلي مشر سره بیعت کول هسې یو بې ځایه کار دی. څلورم د هغو مسلمانانو وړونو لپاره چې دوی حیران دي او نه پوهېږي چې د دې غربي ډلي پر وړاندي جګړه کې وژل کېدل شهادت دی که بدبختي؛ نو موږ به ان شاء الله په راتلونکو برخو کې دا روښانه او ثابته کړو چې د داعش پر وړاندي جګړه یوه مذهبي او واجبه جګړه ده.
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d8%b1%db%8c%d8%ae-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%bc%d9%88%d8%9b-%d8%b9%d8%ab%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%aa-%d8%b4%d9%be%da%96%d9%88%db%8c%d8%b4%d8%aa%d9%85/ *د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!* *شپږویشتمه برخه* *حارث عبیده* دویم سلطان محمد چې د سلطان محمد فاتح په نامه هم مشهور دی، په (۸۳۳هـ / ۱۴۲۹م) کال کې زېږېدلی وو او په (٨٨٦هـ / (۱۴۸۱م) کال يې له فاني نړۍ سترگې پټې کړې، نوموړی د عثماني سلطانانو په لړۍ کې اووم سلطان دی چې د فاتح او ابوالخيرات لقبونه ورکړل شوي دي، ده كابو دېرش کاله حکومت وکړ. دده واکمني د مسلمانانو لپاره د خیر، بریا او عزت باعث شوه، د خپل پلار له وفات وروسته د محرم په شپږمه په ۸۵۵هـ / ۱۸ فبروري (۱۴۵۱م) کال کې په تخت کېناست، دا مهال د نوموړي عمر (۲۲) کاله وو، سلطان محمد ښه شخصیت درلود. د قوت او عدل دواړه ځانګړې یې لرلې، همدا راز د بیلا بیلو علمونو په زده کړه کې د عمر د لږوالي له پلوه په خپلو هم عصرو فوقیت درلود، دا علوم ده له مدرسة الامراء څخه ترلاسه کړي وه، د نورو ژبو د زده کړې له کبله هم له نورو څخه مخکې وو، د تاريخ له مطالعې سره یې ډېره مینه درلوده، همدا کار له ده سره وروسته په کارونو او جګړه ایزو ډگرونو کې مرسته وکړه، تر دې چې تاريخ کې د سلطان محمد فاتح په نوم مشهور شو او په قسطنطنیې یې د بري ویاړ په برخه شو. سلطان محمد فاتح هم هغه کړنلاره خپله کړه، چې پلرونو او نيکونو يې خپله کړې وه، په تخت له کېناستلو وروسته یې تر ټولو وړاندې بېلا بېلې ادارې جوړې کړې او د مالي کارونو غوراوي ته يې ځانګړی پام واړاوه، کرنه یې تر ولکې لاندې راوسته او د عيش عشرت بېځایه لګښتونو مخه یې ونيوله. پوځي جوړښتونه يې هم نوي کړل، د بېلا بېلو څانگو پیدا کېدونکیو نيمگړتياوو ته يې ځانگړې پاملرنه وکړه او له مینځه يې يووړې، د پوځ لپاره یې ځانګړي حاضرۍ جوړي کړې او د پوځ تنخواوې يې لوړې کړي، شاهي دربار ته یې هم پاملرنه وکړه، غوره با تجربه پوځي مشران د ده په مرسته وټاکل شول، چې د امپراتوۍ په ټينگښت کې یې بشپره برخه واخيسته، له داخلي کارونو چې کله په بشپړ ډول باوري شو، نو عيسوي سیمو ته یې مخه کړه. د هغو د نیولو او هلته د اسلام د خپرولو په فکر کې شو، ددې موخو د پوره کولو لړۍ کې یو شمیر عوامل له ده سره مرسته کوونکي ثابت شول، یو خو بیزنطیني امپراتورۍ د اروپا له نورو امپراتوریو سره د فساد له امله کمزورې شوې وه او په داخل کې هم له اختلافاتو سره لاس و گریوان وه.
https://almirsaad.com/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%86%d8%b8%d8%a7%d9%85-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%d9%8a-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d8%b3%d8%aa-%d8%a7%d8%b1%d8%b2%da%9a%d8%aa/ *په اسلامي نظام کې د بهرني سیاست ارزښت!* *عزیز باران* په عمومي ډول سیاست د ژوند کولو، له نورو څخه د خپلو ارزښتونو او ګټو د ساتنې هنر دی چې په ورباندې له پوهېدو سره یو نظام د نړۍ د سلګونو نظامونو او قدرتونو منځ کې ژوندی او فعال پاتې کېږي او د پرېکړې د کولو او پلانونو د عملي کولو لپاره خپلواکي لري، ددې تګلارې د تعقیب لپاره د بهرني سیاست یا پالیسي موضوع هم ډېره مطرح کېږي، بهرنی سیاست د ملتونو او هېوادونو د ټولنیز – سیاسي ژوند یوه مهمه وجه ګڼل کېږي، ځکه چې پایښت او ژوند یې له بهرني سیاست سره تړلی دی، له همدې امله د اوسنۍ نړۍ په دیپلوماټیکو اړیکو او پالیسي کې بهرنی سیاست یو مهم بحث دی. د اسلام مبارک دین هم د یوه الهي او ابدي نظام په توګه له غوره بهرني سیاست څخه برخمن دی او اساسات یې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص په ژوند، کړو وړ او هغه مهال له حکومتونو سره په چلند اېښودل شوي دي، قرانکریم په سیاسي مسایلو کې د کلیاتو تر حده اشاره لري چې د بهرني سیاست اصول ورڅخه را اېستل کېږي او پر څو مفروضاتو ولاړ دی چې ورته له پاملرنې پرته د اسلامي بهرني سیاست نیمګړی ښکاري او لاندې محورونه یې د یادونې وړ دي. ۱- د قرانکریم له نظره د اسلام د بهرني سیاست د اصولو طرحه ایجابوي چې دین او سیاست سره تړلي دي او دا مفکوره چې دین او سیاست سره جلا شي، بحث ته کوم ځای نه پاتې کېږي، ځکه چې اسلام خپله یو بشپړ سیاست دی او د عیسویت یا نورو مذهبي مفکورو په څېر دین او سیاست سره جلا نه دي. ۲- اسلامي سیاست بیا په ځانګړي ډول بهرنی سیاست یوازې د حضرت محمد (ص)، اصحاب کرامو او خلفای راشدینو تر زمانې پورې محدود نه دی او په خپله لویه معنی سره د هرې زمانې لپاره ځواب لري، د اسلامي هېوادونو لپاره یې حل لارې او د تعامل اصول ساتلي دي، ځکه چې اسلام د هرې زمانې لپاره معاصر دی او د نړۍ د هر ډول سیاستونو پر وړاندې یې کړنلاره او نظر څرګند دي. د اسلام د بهرني سیاست اصول هغه لارښوونې دي چې د اسلامي دولت د سیاست په کلیاتو کې ځای لري او د اسلامي دولت د بهرنیو اړیکو د تنظیم ادارې ته د دیني سرچینو پر بنسټ کړنلاره ټاکي، په دې برخه کې د دعوت اصل یا جهاد، د ظلم او زیاتي له منځه وړل او نفی سبیل، د اسلامي عزت اصل او دیني سیاست او سیاسي تړونونو ته د التزام اصل او ژمنتیا ده. ځینو نورو مسلمانو سیاستوالو تولی او تبری، تالیف قلوب او امربالمعروف هم د اسلامي نظام د بیروني سیاست اصول ګڼلي دي. په تالیف قلوب یا زړونو خپلولو کې دا بحث رامنځته کېږي چې د اسلامي بهرني سیاست په ننۍ بڼه کې اقتصادي وسایل او بشردوستانه مرستې یادوي، یعني اسلامي دولتونه باید د غیر اسلامي ټولنو د جلب او دښمنیو کچې د ټیټولو لپاره له دې اصل نه استفاده کوي. بېلګه یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه کړنه راوړي چې کله مبارک صلی الله علیه وسلم په طایف جنګ کې په اسلام تازه مشرفو شوو اشرافو او مشرانو یا هم هغو مشرکانو ته چې له نوموړي سره یې همکاري کړې وه، د مولف القلوب سهم ورکړ څو نظرونه او زړونه یې اسلام ته تمایل پیدا کړي. په اسلامي بهرني سیاست کې دعوت او جهاد هم یو مهم اصل دی، ښايي چې د اسلامي بهرني سیاست د اصولو له مخې دا د ډېر اهمیت وړ وي او تر نورو یادو شوو محورونو ورباندې زیات بحثونه هم شوي وي، لامل یې دا دی چې د بهرنيو اړیکو ماهیت د اسلام له لیدلوري ښه بیانولی شي، مسلمان سیاستوال په دې اصل کې دعوت او جهاد ځکه یو ځای راوړي چې که یوازې په دعوت بسنه وشي. د اسلام بهرنیو اړیکو کې د جګړې یا سولې په باره کې شته لیدلوري له پامه غورځول کېږي، همداسې که یوازې پر جهاد او مشروع جګړه په پام کې ونیول شي، بیا د دعوت اصل نیمګړی پاتې کېږي. په همدې اساس په اسلامي بهرني سیاست کې جهاد او دعوت دواړه یو غښتلی عکس دی چې یو د بل ملاتړ کوي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم په خپل بهرني سیاست کې له جهاد وړاندې د وخت ګڼو امپراتوریو او شاهانو ته د سولې او اسلام قبلولو لیکونه او سیاسي استازي استولي دي، د جهاد موضوع یې ورڅخه وروسته مطرح کړې ده چې دا د بهرني سیاست یوه غوره بڼه وه. په یوه روایت کې حضرت علي (رض) ویلي دي: کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یمن ته استولم، راته وویل: اې علي! که چېرته الله تعالی ستا په لاس یوه کس ته هدایت ورکړي، له ټولو هغو څيزونو به غوره وي چې لمر ورباندې ځلېږي. د اسلامي نظام په بهرني سیاست کې بل مهم محور له بهرنیانو سره لاسلیک کړو تړونونو او قردادونو ته ژمنتیا ده، په دې اړه قرانکریم پر عهد د وفا څرګند حکم کړی دی، خو اړینه ده چې اسلامي دولت باید لاسلیک کړو تړونونو ته ژمن وي، مګر تر هغه کچې پورې چې دا تړون د مسلمانانو سیاسي، نظامي او فرهنګي حاکمیت تر پوښتنې او بې اعتبارۍ لاندې را نه ولي. په دې اساس د اسلام بهرنۍ اړیکې یا له غیر مسلمانانو سره تړاو باید په داسې ډول تنظیم شي چې پر مسلمانانو د کفارو د سلطې او برترۍ سبب نه شي، که د مسلمانانو د کمزورۍ او غیر حاکمیت سبب شي، بیا بهرنۍ اړیکې غیر مشروع او غیر شرعي دي. د نفي سبیل د اصل له مخې باید په بېلابېلو سیاسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي ساحو کې کفار پر اسلامي ټولنو سلطه پیدا نه کړي. په پایله کې ویلی شو چې پر بهرنیو اړیکو د اسلامي عزت اصل د اسلامي نظام د جامعیت، کمال او مقبولیت ساتنه ده، ځکه دا یو اسماني او کامل دین دی او پر صراحت سره یې پر نورو ادیانو د غوره والي ټینګار شوی دی، «ان الدین عندالله الاسلام» او «و لن یقبل غیرالاسلام دینا.» په دې اساس اسلامي دولت باید بهرنیو اړیکو کې داسې سیاست او چلند ونه کړي چې اصل په کې کم رنګه شي. ګڼو کفري هېوادونو او د دوی اړوندو قوانینو هڅه کړې ده چې جهاد د اسلامي نظام د بهرني سیاست له اډانې څخه وباسي او دې ته نور نومونه ورکړي، خو حقیقت دا دی چې جهاد د اسلامي سیاست د پیاوړتیا او بهرنۍ تګلارې د خوندیتوب یو مهم اصل دي.
https://almirsaad.com/%d8%aa%d8%a7%d8%ac%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88-%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d8%af-%d8%a8%d8%af%d9%86%d8%a7%d9%85%d9%87-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d9%88-%d8%af-%d8%b3%d8%b1%d8%aa/ *تاجکستان یو ځل بیا د بدنامه خوارجو د سرتېرو جذب ته مخه کړې!* *اشرف حق دوست* بېله شکه، د تاجکستان اوسنی حکومت د داعشي خوارجو اصلي پناهځای بلل کېدای شي؛ یو داسې هېواد چې د دې منفورې ډلې په ملاتړ سره یې د لویدیځو هېوادونو په څېر، هڅه کړې چې داعش د یوې وسیلې په توګه وکاروي، څو خپلې ناروا ګټې خوندي کړي. د هغو خوارجو تابعیتونه چې په افغانستان کې وژل شوي او همداراز د هغو کسانو اعترافات چې ژوندي نیول شوي، په ښکاره توګه د تاجکستان د ژورو او پراخو همکاریو ښکارندویي کوي، هغه همکارۍ چې موخه یې د داعش هر اړخیز ملاتړ دی. تاجکستان له هغو ظاهراً اسلامي هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د اسلام او مقدساتو پر ضد تر ټولو سخت دریځ لري؛ داسې هېواد چې چارواکيیې ټول تمرکز د اسلامي شعائرو پر ضد مبارزې ته ځانګړی کړی دی. په مقابل کې، هغه خوارج چې له همدې هېواد څخه راپورته شوي، د تاجکستان دننه د فعالیت اجازه نه لري؛ له همدې امله ګاونډیو هېوادونو ته، په ځانګړي ډول افغانستان ته مخه کوي، څو د اسلام د دښمنانو په چوپړ کې ورانۍ، فتنهخورۍ او ناامنۍ ته لمن ووهي. له هغې وروسته چې اسلامي امارت په افغانستان کې حاکم شو، ټولو ته څرګنده شوه چې د داعش تخریبي فعالیتونه تر لوړې کچې ځپل شوي او ډېری کلیدي کسان یې، یا وژل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي. اوس چې د داعش نفوذ کم شوی، داسې ښکاري چې د تاجکستان حکومت یوه نوې زهري نقشه په لاس کې اخیستې؛ داسې نقشه چې بېخبره تاجک ځوانان د داعش لیکو ته د ورننوتو لپاره وهڅوي او لاره ورته هواره کړي. په تازه اقدام کې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان داسې قانون لاسلیک کړی، چې له مخې یې که یو څوک د ټولنیزو رسنیو پر هغو پوسټونو لایک یا تبصره وکړي چې حکومت یې «افراطي» یا «ترهګریز» ګڼي، دا نور جرم نه شمېرل کېږي. دا پداسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه له ۱۵۰۰ زیات کسان د همدې ډول تعاملاتو له امله زنداني شوي دي او ځینو تهیې یوازې د منتقدو لیکنو یا ویډیوګانو د لایک یا تبصرې په خاطر سختې سزاوې ورکړل شوې دي. د یوه داسې هېواد له خوا، چې تر ټولو شدید چلند یې له اسلامي مظاهرو سره کړی، د دغه قانون ناڅاپي لغوه کول، د هر هوښیار کس ذهن ته دا پوښتنه را ولاړوي: آیا دا اقدام ریښتینی شاتګ دی او که یو حساب شوی حرکت دی، څو د داعش لپاره د مجازي تبلیغ فضا پرانیزي؟ حقیقت دا دی چې دا پرېکړه د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره نه؛ بلکې د هغه خطرناک پلان برخه ده چې د تاجکستان حکومت یې د داعش د نرم ملاتړ لپاره په سیمه کې طرحه کړی. اوس چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ریښې له منځه وي او امنیت یې ټینګ کړی، نو خوارج هڅه کوي چې دا ځل د تاجکستان د حکومت له غیرمستقیم ملاتړ او د مجازي فضا له لارې، د بېخبره تاجک ځوانانو ذهنونه تسخیر کړي او هغوی د خپلو لیکو برخه وکرځوي.
https://almirsaad.com/%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d8%9b-%d8%af-%d8%aa%da%a9%d9%81%d9%8a%d8%b1-%d9%85%d8%af%d8%b9%db%8c%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d9%88-%d8%af-%da%a9%d8%a8%db%8c%d8%b1%d9%87-%da%ab%d9%86%d8%a7%d9%87-%d9%85-5/ *خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین!* *اتمه برخه* *أحمد شکيب* تر دې دمه مونږ (۱۹) نولس ستر ګناهونه لوستي، چې خوارج يې مرتکب شوي دي؛ اوس د هغوی پاتې ناوړه اعمالو ته ادامه ورکوو. ۲۰: الحرق بالنار (د اور په وسیله د انسان سوځول) د اور په وسيله يو انسان ته عذاب ورکول يوه لويه ګناه ده، چې په مختلفو احاديثو کې حرمت يې بیان شوی، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا يُعَذِّبُ بِالنَّارِ إِلَّا رَبُّ النَّارِ»(بخاري، حدیث 3016) ژباړه: یوازې د دوزخ رب حق لري، چې په اور عذاب ور کړي. په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: إذا وجدتموهم فاقتلوهم، ولا تحرقوهم، فإنّه لا یعذّب بالنار إلا الله» ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو قوماندانانو ته وفرمايل: «کله چې دښمن ومومئ، نو هغوی ووژنئ، خو په اور یې مه سوځوئ، ځکه چې یوازې الله جل جلاله په اور سره عذاب ور کوي»(صحیح بخاری، کتاب الجهاد والسیر) دا حدیث ښکاره کوي چې انسان د اور په وسیله سوځول منع دي، ځکه دا یواځې د الله جل جلاله کار دی، نه د انسان؛ لکن خوارج د خپل تکفیري فکر له امله د اسیرانو یا مخالفینو د اور سوځولو یا سختو طریقو د وژلو لړۍ پیل کړې ده، لکه څنګه چې د داعش ډلې غړو دا کارونه کړي دي. ۲۱: نشر الجهل بمحاربة العلم و أهله (د علم سره دښمني او د علماوو سره جګړه) علماء هغه کسان دي چې د علم په رڼا سره خلک د هدایت لارې ته رابلي، الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:"يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ"(سورة المجادله، آيت ۱۱) ژباړه: "الله تعالی ستاسو له منځه هغه کسان چې ایمان یې راوړی او علم ورکړل شوی، په درجو لوړوي." او په بل ځای کي الله ج فرمایي: قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (الزمر: ۹) ژباړه: ووایه! ایا هغه کسان برابر دي چې پوهه لري او هغه کسان چې نه پوهېږي؟ نبی علیه الصلاة والسلام فرمایي: «من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب»(بخاري، حدیث 6502) ژباړه: څوک چې زما له ولي سره دښمني وکړي، نو زه یې له جګړې سره خبروم. علما د دین اولیا دي، او د هغوی سره دښمني د الله جل جلاله سره دښمني ده، خوارج ددې آيتونو خلاف د اسلامي نړۍ د علماوو تکفیر کوي او هغوی کافران بولي. ۲۲: عقوق الوالدین (د مور او پلار نافرماني) د پلار او مور نافرماني د قرآن او احاديثو له مخې يو حرام کار دی او په بيلابيلو آيتونو کې يې حرمت بيان شوی دی، الله تعالی فرمایي: وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا (الإسراء: ۲۳) ژباړه: دڅښتن تعالی امر دی چې تاسي ټوله انسانان به یوازې د هغه عبادت کوئ او له خپلو والدينو سره به نېک چلند کوئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «ألا أنبئكم بأكبر الكبائر؟ الإشراك بالله، وعقوق الوالدين...»(بخاري، ۵۹۷۶) ژباړه: ایا زه تاسې ته د لويو ګناهونو څخه تر ټولو لويه ګناه وښيم؟ (هغه دا دي:) له الله سره شرک کول، د مور او پلار نافرماني کول…
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%b1%d8%b3%d9%88%d9%84-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d9%84%db%8c%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87%d8%b9%d9%84%db%8c%d9%87%d9%88%d8%b3%d9%84%d9%91%d9%85-%d8%ba%d8%b2%d8%a7-2/ *د رسول الله ص غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه!* *څوارلسمه برخه* *أبو ریان حمیدي* له بندیانو د فدیې اخیستل: کله چې د مدینې لښکر مدینې منورې ته راورسیده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له ملګرو سره مشوره وکړه چې له بندیانو سره څه وکړو؟ أبو بکر رضی الله عنه ورته وویل: فدیه به ترې واخلو، دوی زموږ خپلوان او د کورنیو غړي دي، که فدیه ترې واخلو، کېدای شي زړونو ته یې د اسلام رڼا داخله شي، او بله داچې دا به زموږ مالي تقویه هم وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر بن الخطاب نه مشوره وغوښته، هغه ورته وویل: ودي وژل شي، هر صحابي ته خپل قریب په لاس ورکړئ، چې مرۍ یې غوڅه کړي، تر څو مشرکین پوه شي چې زموږ په سینو کې د دوی لپاره رحم نشته. رسول الله صلی الله علیه وسلم د أبو بکر رایه غوره کړه، او بندیان یې د فدیو په بدل کې ازاد کړل، البته د فدیې فیصله د ټولو په حق کې نه وه، ځیني چې مالي توان به یې نه و، له فدیې پرته ازاد شول، او د ځینو چې به لیکل زده وه، دا پرې لازمه شوه، چې د مسلمانانو لسو بچیانو ته به لیکل ښیي، بیا ازاد دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحي کاتب (زید بن ثابت) هم په همدې موقع کې لیکل زده کړل. عمر رضی الله عنه وایي، په سهار چې راغلم رسول الله صلی الله علیه وسلم او أبو بکر رض الله عنه دواړو ژړل، د فدیې د قبلولو له امله متعال رب دغه ایتونه د عتاب په توګه نازل کړي وه: "مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ" ژباړه: د هیڅ نبي لپاره مناسبه نه ده چې بندیان ولري یا دا چې د بندیانو په بدل کې فدیې واخلي، تر هغو چې وینې توی نه كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ، خو الله جل جلاله ستاسو لپاره د اخرت د ثواب اراده لري او الله ښه غالب، او ښه حكمت والا دى. فاتح لښکر چې کله مدینې منورې ته ورسید، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بندیان په صحابه کرامو تقسیم کړل، تر څو ویې ساتي، او ټولو صحابه کرامو ته یې داسې وفرمایل: "استوصوا بالأساری خیرا " یعنې له بندیانو سره نېک چلند کوئ. جالبه داده چې دا لښکر د بري نشې نه و پسې اخیستی، د فاتح لښکر معمول دا وي چې د مفتوح لښکر برخوال تر تېغ تېروي، که یې تېر نکړي نو عفو یې د احسان نهایي درجه ده، خو صحابه کرامو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغې توصیې له امله لومړی بندیانو ته خوراک ورکاوه، که به څه پاته شول، نو پخپله او کورنۍ به یې خوړل، که به نشول پاته، نو په خورما به یې ګذاره کوله. د مصعب بن عمیر سکنی ورور عبد العزیز بن عمیر وایي، چې زه له یو أنصاري صحابي سره وم، هغوی به سهار او بېګا لږه ډوډۍ پخوله او ماته به یې راکوله، دوی به په خورما باندي ګذاره کوله، ما به ډېر ټینګار کاوه، چې تاسو یې وخورئ، خو دوی به ویل چې ستاسو په حق کې موږ ته د رسول الله همدا توصیه ده. دغه و د ایثار او قربانۍ د سرلارو هغه معمول چې له امله یې په دنیا د واکمنۍ راج چلیده، د روم او فارس درنې امپراتورۍ هم ددغو ملنګانو په وړاندي ټینګې نشوې. هېره دي نه وي، چې د بدر په بندیانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوم (أبو العاص بن الربیع) هم و، زینب رضی الله عنها یې په نکاح وه، د فدیو رالېږلو په تسلسل کې زینب رضی الله عنها خپل د غاړې امېل چې په واده کې خدیجې رضی الله عنها ورکړی و، د فدیې په توګه رالېږلی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په مشوره سره امېل بیرته ور ولېږل، او أوبو العاص یې ور خوشي کړ، خو دا یې پرې شرط کړه، چې مدینې ته له هجرت نه به د زینب مخنیوی نه کوي، أبو العاص بیا وروسته اسلام راوړی دی. د أبو العاص په ګډون مطلب بن حنطب، صیفي ابن أبي رفاعه او ابو عزه عمرو بن عبد الله، دوی ټول له فدیې پرته ازاد شول. أبو عزه د لوڼو پلار و، بې وسه و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې خپله بې وسۍ وړاندي کړه، هغه صلی الله علیه وسلم له فدیې پرته خوشي کړ، أبو عزه به له هغه وروسته تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ستاینه کې اشعار زمزمه کول، او د هغه مهرباني به یې ستایله. د عمیر بن وهب زوی هم د بدر په اسیرانو کې و، دی مدینې ته درسول الله صلی الله علیه وسلم د قتل په اراده راغی، خو عمر رضی الله عنه چې ولید، پرې شکي شو، او لاس تړلی یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راووست، هغه صلی الله علیه وسلم یې د راتګ لامل ترې وپوښتل، خو ده به ویل چې د زوی دخلاصولو لپاره راغلی یم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هغه ته او صفوان چې د کعبې څنګ ته ناست واست څه مو ویل؟ له دې پوښتنې سره جوخت عمیر اسلام راووړ او ویې ویل: أشهد أن لا إله إلا الله و أشهد أن محمدا عبده ورسوله. عمیر او صفوان دواړو دغه پلان د کعبې تر څنګه سره غوټه کړی و، صفوان یې د کورنۍ کفالت په غاړه اخیستی و، او دی یې مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت لپاره رالېږلی و، خو خبر نه و، چې هغه له تیارو د رڼا غیږې ته لاړ.