المرصاد پښتو
January 29, 2025 at 09:43 AM
https://almirsaad.com/%d8%af-%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%86%d8%b2%d9%88-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%aa%d9%88%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%9b-%d8%af-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87/
*د مالي ستونزو زیاتوالی؛ د خوارجو لپاره د جدي خطر زنګ!*
*عدنان قریشي*
داعشي خوارج، له هغه وخت نه چې د دې زقوم ونه راټوکېدلې ده تر ننه پورې یې د خپل مالي وضعیت د حل لپاره بېلابېلې لارې غوره کړي دي او د بقا لپاره یې لاسونه او پښې وهلې دي.
دې منفورې ډلې د خپل جعلي خلافت د قوت پر مهال د اسلامي خاورو د تېلو او ګاز د خرڅلاو له لارې د اسلام په وړاندې خپل جنګي ماشین چلاوه.
د لرغونو اثارو خرڅلاو، یرغمل نیونه، تښتونه، باج اخیستل، د بندیانو د بدن غړو خرڅلاو او هغه ګڼې پیسې چې به یې د زکات تر نامه لاندې راټولولې، چې دې چارو د دوی مالي ستونزې تر ډېره حده حل کولې.
خو کله چې د دوی باطل خلافت د زوال پر لور روان شو، د خپلو لارورکو پیروانو د لګښتونو برابرولو لپاره یې د نړۍ استخباراتي کړیو ته لاس وغځاوه او د هغوی د غلامۍ پړی یې په خپله غاړه کې واچوه.
خوارجو له همدې وجې د خپلو بادارانو د ګټو ساتلو لپاره خپل ډېری تخریبي عملیات د هغوی لپاره ځانګړي کړل، خو په عین حال کې یې اسلامي امت ته درانده ګوزارونه ورکړل، څو خپل تنظیم ژوندي وساتي.
په تېرو څو ورځو کې د البصائر «د خوارجو اړوند» مؤسسې له لوري د مالي مرستو د راټولولو پوسټرونه خپاره شوي، چې د دوی زړېدلې او کمزورې ادارې نوې پټې خواوې یې افشا کړې.
دا رازونه څرګندوي چې د خوارجو منفورې ډلې مالي وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی، او آن د دوی استخباراتي باداران هم نشي کولای چې دا بحرانونه حل کړي.
تر ټولو ډېره د پام وړ خبره چې د لوستونکي پام ځان ته اړوي هغه دا ده چې خوارج یو پر بل باور نه لري، د رجب د میاشتې په اتمه نېټه د دوی له خوا خپاره شوي پوسټرونه ښيي چې د داعش غړو خپلو همفکرو ته سپارښتنه کړې چې مالي مرستې دې یوازې هغو کسانو ته سپاري چې د دوی له لوري معرفي شوي وي.
په دغه پوسټرونو کې ویل شوي و چې د خوارجو سره مرسته پر ټولو مسلمانانو فرض ده، خو له بده مرغه باید وویل شي چې د مجاهدینو، بندیانو، یتیمانو او کونډو د مرستې په نوم راټولې شوې پیسو لویه برخه مستحقو کسانو ته نه رسېږي.
د جهاد تر عنوان لاندې د پیسو راټولول او بیا یې د شخصي ګټو لپاره کارول، د داعش د مالي مسئولینو ترمنځ یوه عامه ستونزه ده، خو اوسني شواهد ښيي چې دا فساد ورځ تر بلې پراخېږي او دې حالت د خوارجو مالي برخې ته جدي خطر پېښ کړی دی.
داعشی خوارج د عراق، سوریې، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د درنو پوځي ماتو وروسته اوس له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او داسې ښکاري چې د خوارجو جنګي ماشین خپل پای ته نږدې شوی، او انشاءالله ډېر ژر به دا لویه فتنه له منځه ولاړه شي.
❤️
👍
33