المرصاد پښتو
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 1, 2025 at 04:38 PM
                               
                            
                        
                            https://almirsaad.com/%d8%a7%d9%84%d9%82%d8%a7%d8%b9%d8%af%d9%87-%d8%a8%d9%88%d8%b1%da%a9%db%8c%d9%86%d8%a7-%d9%81%d8%a7%d8%b3%d9%88-%da%a9%db%90-%db%b9-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%db%8c%d8%a7%d9%86-%d9%88%da%98%d9%84%d9%8a/
*القاعده بورکینا فاسو کې ۹ داعشیان وژلي او وسلې یې ترې نیولې دي*
د القاعده مجاهدینو د افریقا په بورکینافاسو هیواد کې ګڼ شمېر داعشي خوارج وژلي او وسلې یې ترې نیولې دي.
د جماعة نصرة الاسلام والمسلمین نشریاتي ادارې الزلاقة پرون جمعه د شعبان په اوله نېټه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی مجاهدینو د وودالا ایالت د اوکا او ساسماک ترمنځ سیمه کې پر داعشیانو برید ترسره کړی، چې په نتیجه کې یې ۹ داعشیان قتل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له داعشیانو یوه پیکا، پنځه کلاشینکوفونه او ځینې نور مهمات هم نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم، په وودالا ایالت کې د القاعده مجاهدینو یو شمېر داعشیان په کمین کې وژلي وو.
جماعة نصرة الاسلام والمسلمین د افریقا په لوېدیځ (مالي، بورکینافاسو او نایجر هیوادونو کې) د القاعده فعاله څانګه ده، چې ”په اسلامي مغرب کې د القاعده تنظیم“ تر چتر لاندې فعالیت کوي.
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        54