المرصاد پښتو
February 2, 2025 at 10:03 AM
https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d9%8a-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d8%9b-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d9%84%d9%88%db%8c%d8%af%db%8c%da%81/
*داعشي خوارج؛ د اسلام پر وړاندې د لویدیځ نوې وسله*
*لومړۍ برخه*
*احسان عرب*
د جهادي ډلو د جوړېدو او شکل نیولو فلسفه، د مظلومانو او ستمځپلو دفاع بلل کېدای شي؛ دا هغه سپېڅلی مسؤولیت دی چې د دې امت رښتوني سړي یې پر اوږو وړي، کله نا کله دا ډلې د اسلامي نظام د قیام او د الهي شریعت د پیاوړتیا لپاره هم میدان ته راوتلې او د خپلې زړورتیا او مېړانې له برکته یې د اسلام احکام عملي کړي دي.
له هغه وخته چې د اسلام ستر پیغمبر صلیالله علیه وسلم مبعوث شو تر نن ورځې پورې، په هر پړاو کې بېشمېره ډلې او کتائب، د بېلابېلو نومونو او بیرغونو لاندې د نړۍ په هر کونج کې راښکاره شوي او د حی علی الجهاد شعار یې پورته کړی دی.
په دې منځ کې، ځینې یې پر حق وې او د جهاد اصلي بیرغداران و، خو ځینې نورو بیا د جهاد له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستې او د اسلام او جهاد په نامه د اسلامي شریعت د ماتولو لپاره راوتلې دي.
دا هغه ډلې دي چې ظاهراً اسلامي بڼه لري، خو په حقیقت کې د کفري نړۍ اجیران دي او د دوی د ګټو د تأمین او د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره د اسلامي ټولنو له منځه راپورته شوي دي، په دې مقالو کې د الله متعال په مرسته هڅه کوو چې د داعش خوارجو اصلي څېره بربنډه کړو؛ دا چې دوی د اسلام په نوم د اسلام پر ضد جګړه کوي او نورو شرارتي کړنو څخه یې پرده پورته کړو.
په دې لړۍ کې به د داعش د خوارجو پر فعالیتونو لنډه کتنه وکړو، چې څنګه یې د اسلام سرسخت دښمنان خوشاله کړي دي، خوارج، سره له دې چې د جهاد او خیالي خلافت دروغجن شعارونه پورته کوي، د کفر نړۍ ته یې بېساري خدمتونه کړي او په دې لار کې یې هیڅ ډول هڅې نه دي سپمولې.
د مسلمانانو تر منځ د نفاق اچولو، د جهادي ډلو پر ضد مبارزه، د اسلام بدنامول، د امت د علماوو او مفکرینو له منځه وړل او نور ګڼ زیانرسوونکي فعالیتونه د داعش خوارجو د شرارت یوه برخه ده چې موږ به یې په دې لړۍ کې روښانه کړو.
دوام لري...
❤️
👍
😢
15