ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 23, 2025 at 04:32 PM
🔶 د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان خپل سیال پاکستان مات کړ 🔶 په دې لوبه کې چې د دوبۍ په میدان کې وشوه پاکستان په لومړي بټنګ/توپوهنې سره د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه 🔶 په ځواب کې هندوستان وتوانېد په ۴۳م اوور کې ځان هدف ته ورسوي په داسې حال کې چې لا یې هم شپږ وېکټې په لاس کې وې. 🔶 دا په روان اتلانو جام کې د پاکستان دویمه ماته وه او تر ډېره سیمي فاینل ته د رسېدو چانس یې کم شوی. 🔶 د هندوستان لپاره په دې لوبه کې ویرات کوهلي سلیزه هم ووهله. 🔶 دا په یو ورځنیو لوبو کې د ویرات کوهلي ۵۱مه سلیزه وه. 🔶 هغه همداراز په دې لوبې سره ۱۴زره منډې پوره کړې. https://smarturl.click/xB9ZL
❤️ 👍 😂 😮 😢 🙏 711

Comments