ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 23, 2025 at 06:53 PM
مسیحي محافظه کاره ګوند د جرمني په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې وګټلې. ورپسې د ښي اړخي افراطي ګوند آلترناتیو د المان لپاره AfD نږدې شل فیصده رایې وګټلې. د اوسني صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ اس پي دي په څه باندې ۱۶ فیصدو دریم مقام خپل کړی دی. د جرمني خلک د یکشنبې په ورځ له وخت مخکې فدرال ټاکنو کې برخه واخیسته څو د پارلمان یا بوندستاګ د ۶۳۰ غړو په انتخاب سربېره خپل راتلونکی صدراعظم وټاکي. نور جزییات د ازادي راډیو په پاڼه کې لوستلی شئ https://smarturl.click/DaZlo
👍 ❤️ 😂 😮 🙏 101

Comments