ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
February 23, 2025 at 09:38 PM
ملا برادر وايي ازبکستان سره د حیرتان - هرات د رېل پټلۍ په اړه هوکړې ته رسېدلی ملا برادر چې په دوه ورځني سفر ازبکستان ته تللی وو د یکشنبې په ورځ یې خبریالانو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکول. ښاغلي برادر وویل د ازبکستان یو تخنیکي پلاوی د دې رېل پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره چې لګښت یې هم ازبکستان ورکوي ژر افغانستان ته سفر کوي او د ارزونو تر بشپړېدو لس ورځې وروسته به عملي چارې پیل شي. د حیرتان – مزارشریف ۷۵ کیلومتره رېل پټلۍ په ۲۰۱۰ کال کې د اسیايي بانک په تمویل بشپړه شوې او تجارتي اموال له منځنۍ اسیا او ازبکستانه افغانستان ته انتقالوي. ازبکستان په ۲۰۱۸ کال کې هم لېوالتیا ښوولې وه چې د دې ۶۵۷ کیلومتره رېل پټلۍ د رغولو یوه برخه مصارف پرې کړي. https://smarturl.click/1dE66
❤️ 👍 😂 😮 🙏 😢 414

Comments